کورپاڼه / خبرونه / فرهان یوسفزی د شل اوریزو لوبو کپتان ولې نه اعلانوي؟
فرهان یوسفزی

فرهان یوسفزی د شل اوریزو لوبو کپتان ولې نه اعلانوي؟

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزی افغانستان ته راستون شوی دی او نن یې په کرکټ بورډ کې رسنیو سره خبري ناسته هم کړې ده.

تر ډېره هیله وه، چې نوموړی به نن د افغانستان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړي، خو که څه هم نوموړي د رحمان الله ګربز ستاینه وکړه، خو د کپتان اعلان یې ونکړ، بلکې وې ويل چې راتلونکو دوه اونیو کې به د شل اوریزو لوبو کپتان اعلان کړي.

خپلواک وېبپاڼې په دې اړه د کرکټ بورډ له دوه بېلا بېلو سرچینو څخه دوه بېلا بېل خبرونه ترلاسه کړي دي. لومړی خبر دا دی چې فرهان یوسفزی هڅه کوي راشد خان کپتان وټاکي او په همدې هڅه کې دی چې راشد خان کپتانۍ ته راضي کړي، ځکه هغه کپتاني کول نه غواړي او په دې اړه یې په یوه مرکه کې هم خبرې کړې وې.

بله سرچینه وايي، چې له فرهان یوسفزي نه اصغر افغان خپه شوی دی او که څه هم نوموړی ډېره هڅه کوي چې له هغه سره اړیکه ونیسي، خو هغه یې زنګونو او پېغامونو ته ځواب نه ورکوي. دغه سرچینه وايي چې فرهان یوسفزی کوشش کوي چې اصغر بېرته د شل اوریزو کپتان کړي، خو اصغر افغان بیا ځواب نه ورکوي.

په دغه خبري ناسته کې همدا راز فرهان یوسفزي دا هم وویل، چې افغانستان به د اکتوبر په میاشت کې د ویسټ انډیز او اسټرالیا سره درې اړخیزه شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي او د افغانستان غوره لیګ به په راتلونکي کال کې د فبرورۍ په میاشت کې ترسره کړي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …