کورپاڼه / روغتيا / د ابتدایي ژوند تجربې او پېښې مو پر ټول ژوند اغېزې کوي

د ابتدایي ژوند تجربې او پېښې مو پر ټول ژوند اغېزې کوي

د دماغي روغتیا په اړه یوه ډېره مهمه څېړنه ترسره شوې چې له مخې یې ویل کېږي، په ابتدایي ژوند کې له خلکو سره اړیکې، چلند او تجربې چې پر ذهن اغېزې کوي، ټول ژوند اغېزمن کوي او د موډ د بدلانه سبب کېږي.

له دې څېړنې د اروایي ناروغیو او د دماغي روغتیا په اړه د څېړنو دروازې پرانیستل کېږي. ددې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د اوسنیو تجربو پرځای د ابتدایي ژوند تجربې پر طبیعت ډېر اغېزمن تمامېږي.

دغه څېړنه امریکایي استادانو ترسره کړې او ددې لپاره یې یو کمپیوټري ماډل هم جوړ شوی چې (پرایمیسي ماډل) ورته ویل کېږي.

یعنې پخوانۍ تجربې په احساساتو څه اغېز پرېباسي او ترڅنګ له سروې کولو وروسته (ریسنسي ماډل) هم جوړ کړ او ولېدل شول چې اوسنۍ پېښې او تجربې څه ډول په د انسان پر ذهن اغېز کوي.

له دواړو ماډلونو څخه څرګنده شوه چې د ابتدایي ژوند تجربې او پېښې زموږ احساسات او طبیعت اغېزمن کوي او ترڅنګ یې یو ډول لوبه هم ترسره شوه او د هغوی خوښي او ناخوښي په ګوته کړې او یادې پایلې ورڅخه ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …