کورپاڼه / جالب / آیا د وزن کمولو دغه په زړه پورې طریقه ګټوره ده؟

آیا د وزن کمولو دغه په زړه پورې طریقه ګټوره ده؟

د وزن کمولو لپاره له غذایي رژیم څخه تر ورزش کولو پورې له بې شمېره لارو چارو ګټه اخیستل کېږي خو په دې وروستیو کې د یاد مقصد د ترلاسي لپاره یوه په زړه پورې او ځانګړې طریقه ایجاد شوې.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د نیوزیلینډ او بریتانیې ساینسپوهانو د (ډینټل سلم) په نوم یوه آله تیاره کړې، چې دواړه ژامې له دوه ملي میترو څخه ډېر پرانیستو ته نه پرېږدي. یعنې د ساه په اخیستلو کې له ستونزو سره نه مخ کېږو خو خوراکي پرې نه شو خوړلی.

د څېړونکې ډلې مشر پال برنټن وایي چې دغه آله یې په داسې ډول جوړه کړې چې په مرسته به یې خلک مایع غذا وخوړل شي. دغه آله یې په اوو هغه کسان تجربه کړی چې روغتیا ښه خو چاغ ول او د مایع غذا په مرسته یې دولس سوه کالوري واخیستله.

چې بیا د دوو اونیو وروسته یې د بدن وزن تر شپږ کیلو پورې کم شو. په څېړنه کې هغه شاملو کسانو چې له پایلو خوښ ول، ویې ویل چې دې طریقې ته به ادامه ورکوي او په خبرو یا د ساه په اخیستلو کې ستونزې نه لري.

دوی دا هم وایي چې له دوو تر دریو اونیو پورې ددې آلې له استعمال وروسته ددې آلې مقناطیسي برخه پرانیستل کېږي او اړوند کسان خواړه استعمالولی شي او دا آله ځکه جوړه شوې ترڅو له عملیاتو مخنیوی وشي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …