خپلواک وېبپاڼه (١٤ نومبر ٢٠١٩): د پاکستان سوپر ليګ ٢٠٢٠ کال پړاو لپاره ډرافټ ترسره کېږي، چې د دغه ډرافټ په پلاټينيم کټګورۍ کې ٣ او په ډايمنډ کټګورۍ کې بيا ٢ افغان لوبغاړي هم شامل دي.
د پاکستان سوپر ليګ د راتلونکي پړاو لپاره ډرافټ مخې ته راغلى دى، چې په دغه ډرافټ کې د پاکستاني لوبغاړو تر څنګ بهرني لوبغاړي هم شامل دي، چې دوى په پلاټينيم او ډايمنډ کټګوريو باندې وېشل شوي دي.
په پلاټينيم کټګورۍ کې د افغانستان تجربه لرونکى لوبغاړى او د شل اوريزو لوبو په درجه بندۍ کې لومړى مقام درلودونکى محمد نبي، د افغان لوبډلې لوبډلمشر او د شل اوريزو سياليو په درجه بندۍ کې لومړى مقام درلودونکى ورو توپ اچونکى راشد خان او د يو ورځنيو لوبو په درجه بندۍ کې دريم مقام درلودونکى او ورو توپ اچونکى مجيب الرحمان شامل دي.
په پلاټينيم کټګورۍ کې نورو بهرنيو لوبغاړو کې ډان کريسچيان، بين کټينګ، کريس لين، معين علي، هېري ګورني، اليکس هيلز، کريس جورډن، ليام پلنکيټ، عادل رشيد، جېسن روى، سنديپ لاميچېن، کولين مونرو، هاشم امله، جې پي ډوميني، کولين انګرام، ريلي روسو، ډيل سټين، عمران طاهر، انجيلو ميتيوز، تيسارا پريرا، کارلوس برېتويټ، ډيواين براو، ايوان ليوس، سنيل ناران او کيرون پولارډ شامل دي.
په ډايمنډ کټګورۍ کې بيا د افغانستان تکړه توپوهونکى نجيب الله ځدراڼ او ځوان ورو توپ اچونکى قېس احمد شامل دي. قېس احمد که څه هم د افغانستان لپاره ډېرې لوبې نه دي ترسره کړي، خو په تجارتي ليګونو کې هغه ډېر ځلېدلى دى.
ويل کېږي چې د لوبغاړو د راجستر کېدو نېټه تر ٢١م نومبر روانه ده، چې ښايي يو شمېر نور لوبغاړي هم په دغه ډرافټ کې شامل شي، تر څو لوبډلې وکولاى شي چې د راتلونکي پړاو لپاره يې واخلي.
د يادولو ده چې اې بي ډيويليرز بيا د پاکستان په سوپر ليګ کې له ګډون انکار کړى دى، که څه هم هغه ويلي دي چې کار پرې ډېر دى او نه شي کولاى چې په دغه سياليو کې ګډون وکړي، خو ځينې خلک بيا دا هم وايي، چې پاکستان دا ځلې د پي اېس اېل ټولې لوبې په پاکستان کې ترسره کوي، نو نوموړي له همدې امله په دغه سياليو کې له ګډون انکار وکړ.