کورپاڼه / ليکنې / څنګه کولی شو چې د خپلو ماشومانو د زده کړو اړوند ستونزې حل کړو؟

څنګه کولی شو چې د خپلو ماشومانو د زده کړو اړوند ستونزې حل کړو؟

والدین باید د خپلو ماشومانو هغه ستونزو او مشکلات ته پام وکړي چې د زده کړې پرمهال ورسره مخ کېږي، ترڅو هغوی وکولی شي چې په آسانۍ سره یو څه ترلاسه کړي او په دې برخه کې وړتیاوې نیمګړې پاتې نه شي.

په دې اړه ډاکتر ابتهاج وایي چې زده کوونکي تر ډېره د تورو او غږونو په مطابقت کې له ستونزو سره مخ کېږي، بیا د کلمو په جوړولو کې له مشکلاتو سره لاس او ګریوان وي او هغه کلمې نه شي زده کولی چې شکل یې سره ورته یا نږدې وي.

د لاندې ټکو په عمل کولو سره کولی شو د زده کړې پرمهال خپلې ستونزې حل کړو:

۱- د ماشوم حالت باید ژر تشخیص شي. یعنې څومره ژر چې د ماشوم ستونزه په ګوته کېږي، په هماغه اندازه یې ستونزه هم ژر حل مومي.
۲- والدین باید د ماشومانو د ستونزو ډول وپېژني او معلومه کړي چې هغوی له څه ډول ستونزو سره مخ دي.
۳- د زده کړې لپاره باید سم او منظم چاپیریال برابر شي.
۴- د تورو یا کلمو د نږدې آوازونه یا غږونو ترمنځ توپیر باید ور وښودل شي.
۵- د کلمو او جملو جوړښت باید ور زده کړی شي.
۶- داسې تمرین یا کورنۍ دنده باید وکړل شي چې دماغ پرې مصروفه اوسي.
۷- د لوستلو تمرین پرې کول.

په لوستلو کې د ستونزو حللاره:

د زده کړو لپاره مناسب چاپیریال برابرول، هغه شیان ترې لېرې ایښودل چې توجه یې خرابوي، د هغوی ترمخ واضحې او په تېز آواز خبرې کول، د بدو کلمو له استعمال څخه ډډه کول، داسې نصاب ټاکل چې ماشوم ته زړه راښکونکی وي، له پیچلیتا پرته پوښتنې کول، هڅول ترڅو په لوړ آواز درس ولولي یا برخه ور پکې واخلي، د کمزوریو په اړه یې پوهاوی، له غوسې او چغو وهل ډډه کول.

دا هم ولولئ

خاوند او ښځه

د نارینه وو هغه عادتونه چې ښځې ترې ډېر بد وړي

نارینه ځینې داسې عادتونه لري چې ښځې ور څخه بد وړي، چې د دا ډول …