کورپاڼه / اسلام / پنځه وخته لمونځ په پابندۍ سره ادا کول د روحي او بدني روغتیا سبب کېږي

پنځه وخته لمونځ په پابندۍ سره ادا کول د روحي او بدني روغتیا سبب کېږي

لمونځ یو داسې عبادت دی چې هره ورځ پنځه وخته پر مسلمانانو فرض شوی، په قرانکریم کې د مومنانو لویه ځانګړتیا ښودل شوې او اوه سوه ځلې یې ذکر راغلی او الله تعالی تر ټولو محبوب عبادت دی. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې په اوه کلنۍ ماشوم پر لمونځ راولئ او په لس کلنۍ کې یې پرې په زور وکړئ.

الله تعالی انسان په داسې ډول سره تخلیق کړی چې هر یو د آرام ترڅنګ ورزش ته هم اړتیا لري او ددې اړتیا د پوره کولو لپاره بېلابېلې لارې چارې شتون لري او په دې ټولو لارو چارو کې غوره طریقه پنځه وخته لمونځ کول دي، ځکه چې پنځه وخته لمونځ کول د روحي او بدني روغتیا لپاره ډېر ګټور وي.

روغتیایي کارپوهان وایي د لمونځ پرمهال ټول ترسره کوونکې عملونه او ارکان یې د بدن د بېلابېلو بندونو او د ملا د درد لپاره مرستندویه تمامېږي او د رکوع او سجدې په مرسته هغه غړي هم پیاوړي کېږي چې په عموم کې د هیڅ ورزش په ذریعه ځواک نه ترلاسه کوي.

لمونځ کول د ډېرو عصبي او نورو ناروغیو اغېزمنه درملنه ده او تجربو معلومه شوې چې لمونځ ذهني فشار او نا آرامي ختموي او په مرسته یې سکون ترلاسه کېږي. همدغه راز لمونځ هغه عادت دی چې د بدن ټولې غړي په حرکت راولي.

که چېرته پنځه وخت لمونځ په پابندۍ سره ترسره شي نو یوازې دا چې الله تعالی به راڅخه راضي شي بلکې په روغتیایي لحاظ به هم روغ اوسو. لکه څنګه چې د لمانځه لپاره د جامو، ځای او بدن پاکوالی شرط دی نو په دې سره د ګڼو ناروغیو مخنیوی کوي.

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …