کورپاڼه / بېلا بېل / آیا د ژر واده کولو له ګټو خبر یاست؟

آیا د ژر واده کولو له ګټو خبر یاست؟

له تېرې څه مودې راهیسې دغه دود تقریباً په عامېدو دی چې هلک او انجلۍ دې په منځني عمر کې واده وکړي. دوی دا خبره په دې دلیل سره کوي چې لومړی دې یو څه راڅخه جوړ شي بیابه واده وکړو. خو بیابه ډېر ناوخته شوي او له ګڼو زیانونو سره به لاس او ګرېوان یئ، نو راځئ چې د ژر واده کولو ګټې ولولو:

که چېرته ژر واده یا نکاح وشي نو انسان دا وخت د ډېرې توانایۍ او انرژۍ او انرژۍ لرونکی وي، کولی شي چې په محنت او خوارۍ سره کار وکړي او فکر به یې هم پرځای وي.

هغه کسان چې ژر واده کوي ډېر ژر د اولاد څښتنان کېږي او دوی لا ځوانان وي چې اولاد یې د اوږو برابر شي او کله چې دوی په منځني عمر کې خپل اولاد ځوان وویني نو د خوښۍ احساس کوي.

همدغه راز که چېرته په ځوانۍ کې اولاد ته زېږون ورکړي نو ښه روزنه یې کولی شي. که څه هم له واده وروسته مسولیتونه ډېرېږي، نو واده کړی شخص هڅه کوي ترڅو خپل مقصد یا موخې ته ورسېږي او په دې لاره کې ډېرې هڅې او کوښښونه کوي.

په ځوانۍ کې واده کول د ښځې او خاوند ترمنځ د مباشرت اړیکې ښه ساتي، خو که چېرته په ځنډ سره واده وشي نو دغه اړیکې یې کمزوري کوي او پر ژوند ناوړې اغېزې کوي او ستونزې زېږوي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …