کورپاڼه / روغتيا / توره دانه د سږو لپاره حیرانوونکې ګټې لري

توره دانه د سږو لپاره حیرانوونکې ګټې لري

له نوې څېړنو څخه معلومه شوې چې توره دانه یا سیاه دانه د هغه موادو د پیداوار مخنیوی کوي چې سوخت پیدا کوي او په پایله کې د زړه او سږو د ناروغیو لپاره ګټور تمامېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې توره دانه ګرم خاصیت لري نو د اوړي په موسم کې باید له شېدو سره استعمال شي. بل طریقه داده چې توره دانه دې وټکوئ او لږ غوندې بوره ورسره ګډه کړئ او ویې ټکوئ خو دا طریقه د هغه کسانو لپاره ده چې له شېدو سره بلغم پیدا کېږي.

توره دانه داسې کیمیاوي توکي لري چې د ساه اړوند ستونزې حلوي او داسې توکي هم لري چې د سرطاني ناروغیو مخنیوی کوي نو د ساه په ناروغیو اخته کسان باید توره دانه وکاروي.

توره دانه نه یوازې میکروبونه وژني، بلکې کولمو ته وړي او له بدن څخه یې وباسي. همدغه راز د مفصلونو ناروغیو، بندونو او د پوستکي د داغونو لپاره هم ګټوره ده.

که چېرته د تورې دانې تېل پرمخ ووهل شي د پوستکي رنګ ښکلی کوي او که چېرته یې څو څاڅکي په پوزه کې وڅڅول شي نو د پوزې اړوند ستونزې حلوي او ترڅنګ یې د وینې لوړ فشار، کلیسترولو او د وزن کمولو لپاره ګټور وي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …