کورپاڼه / روغتيا / آیا د بورې او خوږو شیانو د ډېر استعمال له پایلو خبر یاست؟

آیا د بورې او خوږو شیانو د ډېر استعمال له پایلو خبر یاست؟

آیا د بورې یا خوږې ډېر استعمال د روغتیا لپاره د زهرو حیثیت لري؟ په دې اړه د روغتیا نړیوالې ادارې په یو ټویټ کې ویلي چې په ورځ کې باید له شپږو کاچوغو ډېره بوره استعمال نه شي.

نړیوال اداره وایي چې په بېلابېلو مشروباتو، چاکلیټو او نورو پروسیس شوو توکو کې شپږ کاچوغې بوره په څلرویشت ساعتونو کې استعمالولی شئ او دغه اندازه د روغتیا لپاره زیانمنه نه وي، خو که ډېر نو لاندې زیانونه لري:

د زړه لپاره: که چېرته په دې موخه له بورې او خوږو ډډه کوئ چې یوازې له شکر څخه مو ژغوري خو حقیقت دادی چې د زړه لپاره هم ګټور وي، ځکه چې د زړه او شکر د ناروغیو ترمنځ اړیکه شتون لري.

د شریانونو لپاره: کله چې بوره یا خواږه استعمال شي نو د وینې انسولین ډېر شي او اغېزې یې د وینې په جریان او شریانونو پرېوځي او فشار پرې راوړي او د لوړ فشار په پایله کې د زړه د حملې او فلج خطر ډېرېږي.

کلیسترول ډېروي: له یوې څېړنې معلومه شوې هغه کسان چې ډېره بوره استعمالوي، په هغوی کې د شکر او چاغشت سره کلیسترول هم ډېرېږي.

لوږه ډېروي: که چېرته ډېر خواږه یا بوره استعمال شي نو دماغو د مړښت احساس اغېزمن کوي او په پایله کې هر وخت د لوږې احساس ورکوي.

انرژي او ځواک ختموي: کله چې چاکلیټ خورو نو په بدن کې مو د انرژۍ او ځواک څپې راپیدا شي او ډېر ژر د ستړیا احساس رامنځته کوي.

دفاعي سیستم اغېزمن کوي: که چېرته ډېره بوره وکارول شي نو بدن مو هغه ځواک له لاسه ورکوي چې د ناروغیو پر وړاندې دفاع کوي او ترڅنګ یې د ژر زړښت سبب کېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …