کورپاڼه / روغتيا / له پوزې د وینې بهېدنه، سببونه او درملنه یې

له پوزې د وینې بهېدنه، سببونه او درملنه یې

له پوزې د وینې بهېدنه یو ستونزمن حالت وي او په دې حالت کې دا پرېکړه کول مشکل وي چې آیا پرېږدي چې وینه یې په طبیعي ډول ودرېږي او که طبیعي مرستې ته اړتیا ده.

که څه له پوزې د وینې بهېدنه یوه عام ستونزه ده خو ډېری والدین له وېرې او اندیښنې سره مخ کوي، خو دغه ستونزه ډېر لږ وخت د اندیښنې وړ وي، خو که چېرته دوام ومومي نو طبي مرستې ته اړتیا پېښېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د مخ د زخمي کېدو په سبب د پوزې په رګونو کې سوخت پیدا کېږي او په دې ډول له پوزې وینه بهېږي. چې عموم دوه ډوله وي یو د پوزې له مخکینۍ او بل یې د شاتنۍ برخې څخه د وینې بهېدنه، خو په ماشومانو کې دغه ډول یې ډېر لږ واقع کېږي او درول یې هم ستونزمن وي.

دا چې ولې د پوزې په رګونو کې سوخت پیدا کېږي سببونه یې عبارت دي له: وچه هوا، په سختۍ سره د پوزې پاکول، حساسیت، د مخ یا پوزې زخمي کېدل، نزله، زکام او د پوزې د سپری ډېر استعمال.

څه ډول به له دې ستونزې ځان ساتو؟ ددې لپاره باید ځینې اقدامات ترسره کړو چې عبارت دي له: په پوزه کې اوبه اچول، د پوزې نمجن ساتل، مالګینې اوبه استعمالول او د حساسیت درملنه.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …