کورپاڼه / هنر او کلتور / ارچنا پورن سنګ له (دی کپل شرما شو) څخه بهر شو

ارچنا پورن سنګ له (دی کپل شرما شو) څخه بهر شو

د هندي فلمونو اداکاره یا هنرمنده ارچنا پورن سنګ به (دی کپل شرما شو) په راتلوونکې پړاو کې ونه لېدل شي.

د هند مشهوره او بریالۍ کامیډي خپرونه (دی کپل شرما شو) شپږ میاشتې وړاندې تړل شوې وه، چې اوسمهال له اوږد وروسته بیا پیلېږي. څو ورځې وړاندې ددې خپرونې کوربه کپل شرما ویلي ول چې موږ به ډېر ژر را څرګند شو او په نوي پړاو کې به بدلونونه هم وي.

د یادولو وړ ده چې په دې خپرونه کې د پنجاب د پارلمان غړي او پخواني کرکټر نوجوت سنګ سدو د خپرونې د جج یا قاضي په حیث دنده ترسره کوله، خو په یوه خپرونه کې یې د پاکستان پلوي وکړه او په همدې سبب له دندې ګوښه شو او پرځای ارچنا پورن سنګ راوستل شوه.

تېره ورځ ځینې راپورونه خپاره شول چې کپل شرما په راتلوونکې پړاو کې د تېر په پرتله دوه برابره پیسې اخلي او اوس ویل کېږي چې په راتلوونکې پړاو کې به ارچنا پورن سنګ نه وي.

راپور زیاتوي چې ارچنا پورن سنګ د مصروفیتونو په سبب په دې خپرونه کې برخه نشي اخیستلی خو ارچنا بیا وایي چې له دې پرېکړې نه ده خبره کړه، تېر کال هم دغه ډول آوازې وې خو بیا د خپرونې برخه وه او بیابه هم وي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …