کورپاڼه / خبرونه / په چین کې افغان سفیر: یو ناځوانه سوداګر په بهرنیو دیپلوماتو تاریخ تېري زعفران خرڅ کړي

په چین کې افغان سفیر: یو ناځوانه سوداګر په بهرنیو دیپلوماتو تاریخ تېري زعفران خرڅ کړي

په چین کې د افغانستان سفیر جاوید احمد قایم ګېله کړې، چې په دې هیواد کې یو افغان تجار له بهرنیو دیپلوماتو سره دوکه کړې او تاریخ تېري زعفران پرې پلورلي دي.

جاوید قایم پخپل فیسبوک اکونټ د ګېلې په پار لیکلي دي چې:((زموږ خصوصي سکتور همیشه شکایت کوي چې موږ ته حکومت پام نه کوي او دا شکایتونه له سفارتونو څخه هم وي.))

نوموړی مخکې لیکي:((موږ هڅه کوو چې تر څه حده د تجارانو ستونزو ته د حل لارې پیدا کړو. په همدې خاطر مو تېره اوونۍ افغان بازار جوړ کړی و.))

د نوموړي د وینا له مخې ویل کېږي چې دې بازار ته یې ډېر خلک وربللي ول او خلکو د دوی له باور څخه په ګټنې ښه سودا هم وکړه، خو په دې کې بیا یو سوداګر ناځواني وکړه.

قایم زیاتوي چې یو افغان تجار د سفارت په انګړ کې په بهرنیو دیپلوماتانو تاریخ تېري زعفران پلوري. نوموړي ګېله کړې چې دوی نه موږ ته اعتبار پرېښود او نه ځانته.

د یادونې وړ ده چې افغان سفیر نه ده څرګنده کړې چې دغه افغان سوداګر څوک او شرکت یې څه نومېږي او د طنز په بڼه یې لیکلي چې په دې برخه کې د شیطان نه مني او نوم یې نه ښکاره کوي.

دا هم ولولئ

نورالحق ملکزی د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر وټاکل شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د غوراوي کمیټې سرپرست مشر نورالحق ملکزی …