کورپاڼه / خبرونه / عزیزالله فضلي: د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر ټاکل کېدو خو د نامعلومو دلایلو له وجې وځنډیده
عزيزالله فضلي

عزیزالله فضلي: د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر ټاکل کېدو خو د نامعلومو دلایلو له وجې وځنډیده

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی عمومي رییس عزیزالله فضلي وايي، چې پرون ورځ د افغانستان د شل اوریزو لوبو لپاره لوبډلمشر ټاکل کېده، خو د نامعلومو دلایلو له وجې وځنډېده.

پرون د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزي خبري ناسته وکړه او داسې هیله وه چې د شل اوریزو لوبو لپاره به لوبډلمشر اعلان کړي، خو اعلان یې نه کړ.

اوس عزیزالله فضلي په خپله فېسبوکپاڼه کې په یو پوسټ کې لیکلي: ((نن ورځ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لپاره لوبډلمشر ټاکل کېدو خو د لوبډلمشر ټاکنه د نامعلومو دلایلو له وجې  وځنډيده.))

هغه د هغه لوبغاړو نومونه هم اخیستي دي چې خبرې ورسرې شوې یا روانې د او بیا یې نجیب الله ځدراڼ په اوس وخت کې د شل اوریزو لوبو لپاره ښه کپتان یاد کړی دی.

هغه لیکي: ((د نجیب الله ځدراڼ او رحمن الله ګربز په سر خبرې اترې روانې دي، زما په اند اوسني شرایطو ته په کتو سره نجیب الله ځدراڼ د لوبډلمشر په حیث د شل اوریزو سیالیو لپاره به ښه ټاکنه وي.))

عزیزالله فضلي زیاتوي: ((لکه څنګه چې د حشمت الله شهیدي حصه په ۵۰ اوریزو او ټیسټ سیالیو کې تل ښه وي او ښې لوبې کوي او د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په حیث ټاکنه یې هم غوره ټاکنه وه، همدا شان د افغانستان شل اوریزو سیالیو د بریا په حصه کې د نجیب الله ځدراڼ رول تل ښه وي نو اوسني شرایطو ته په کتو سره د نجیب الله ځدراڼ ټاکنه د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر په حیث ښه ده.))

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …