کورپاڼه / خبرونه / فرهان یوسفزي ولې رحمان الله ګربز کپتان اعلان نه کړ؟ په داسې حال کې چې له هغه سره یې خبره هم کړې وه
فرهان یوسفزی او رحمان الله ګربز

فرهان یوسفزي ولې رحمان الله ګربز کپتان اعلان نه کړ؟ په داسې حال کې چې له هغه سره یې خبره هم کړې وه

پرون د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزي یوه خبري ناسته وکړه، داسې هیله وه چې نوموړی به په دغه خبري ناسته کې د افغانستان د شل اوریزو لوبو لپاره نوی کپتان اعلان کړي، خو بیا نوی کپتان اعلان نه شو.

خپلواک وېبپاڼې ته یوې سرچینې وویل، چې فرهان یوسفزي له ځوان پیليز توپوهونکي او ویکټ ساتونکي رحمان الله ګربز سره خبرې کړې وه، چې د افغانستان د شل اوریزو لوبو کپتان به یې وټاکي، خو پرون له خبري ناستې مخکې بیا دا پرېکړه وځنډول شوه.

رحمان الله ګربز تر هغه یوه ورځ مخکې فرهان یوسفزي خپل کور ته هم وربللی و او په دې اړه یې ورسره خبرې وروستۍ کړې وې، خو پرون د کپتان نه اعلانولو لامل یې دا ښودل کېږي، چې د ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو له دې چارې سره مخالفت ښکاره کړی دی او ویلي یې دي چې هغوی به د ده کپتاني ونه مني.

بلخوا د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی عمومي رییس عزیزالله فضلي هم په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکي، چې له رحمان الله ګربز او نجیب الله ځدراڼ سره د شل اوریزو لوبو د کپتان په اړه خبرې روانې دي، خو هغه بیا د نجیب الله ځدراڼ نوم وړاندیز کړی دی.

زموږ د معلوماتو له مخې، فرهان یوسفزی ځکه نجیب الله ځدراڼ د شل اوریزو لوبو کپتان نه اعلانوي، چې فکر کوي هغه د نوروز منګل تر تاثیر لاندې دی، او هغه غواړي چې داسې یو لوبغاړی کپتان وټاکي، چې د هیچا تر تاثیر لاندې نه وي.

ځینې داسې اوازې هم دي چې فرهان یوسفزي غوښتل چې راشد خان لوبډلمشر کړي، خو هغه له لوبډلمشرۍ څخه انکار کړی دی او وايي خپل ټول پام یوازې خپلو لوبو ته کوي. همدا راز د نوین الحق نوم هم د کپتانۍ لپاره اخیستل کېږي.

د یادولو ده چې په پرونۍ خبري ناسته کې فرهان یوسفزي دا هم وویل، چې په راتلونکو دوه اونیو کې به د شل اوریزو لوبو کپتان اعلان کړي. دا ځل به د چا نوم راځي، دا خو به دوه اونۍ وروسته معلومه شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …