کورپاڼه / هنر او کلتور / کپل شرما خپل فیس دوه میلیونه روپۍ زیات کړی
کپل شرما

کپل شرما خپل فیس دوه میلیونه روپۍ زیات کړی

د هند مشهور کومیډین کپل شرما د خپلې کومیډي خپرونې (دي کپل شرما شو) د دریم پړاو پیلولو څخه مخکې خپل فیس بېخی ډېر زیات کړی دی.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، د کورونا له وجې بنده شوې دا کومیډي خپرونه راتلونکې میاشت یو ځل بیا پیلېږي. په راپورونو کې دا هم ویل شوي دي، چې کپل شرما د دریم پړاو لپاره خپل فیس هم زیات کړی دی.

مخکې به کپل شرما د یوې خپرونې (یوې برخې) د ثبت ۳ میلیونه روپۍ اخیستې، اوس یې د راتلونکو خپرونو لپاره د یوې برخې پېسې ۵ میلیونو ته پورته کړي دي.

د کورونا له امله د څه وخت لپاره بندې شوې دې خپرونې په اړه کپل شرما ویلي و، چې هغه د خپل دویم اولاد د زېږېدو له امله د خپرونې څخه لیرې دی، د هغه د اولاد پېدا کېدو هم شپږ میاشتې پوره شوې، خو لا هم خپرونه نه ده پیل شوې.

د یادولو وړ ده چې د کپل شرما په دغه خپرونه کې تر ډېره پورې د هندي سینما مشهور هنرمندان د خپلو فلمونو د تبلیغ لپاره ورځي، خو د فلمي هنرمندانو تر څنګ نور ډېر مشهور خلک هم په دغه خپرونه کې مېلمانه کېږي. دا خپرونه نه یوازې دا چې د هند یو له مشهورو خپرونو څخه دی، بلکې په نورو هېوادونو کې هم ډېر مینه وال لري.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …