کورپاڼه / خبرونه / د شکیب الحسن او محمودالله د بد چلند له وجې لوبڅار لوبڅاري پرېښوده
شکیب الحسن او محمودالله

د شکیب الحسن او محمودالله د بد چلند له وجې لوبڅار لوبڅاري پرېښوده

د بنګله دېش په ډهاکه پریمئیر لیګ کې یو لوبڅار د شکېب الحسن او محمودالله له چلند څخه دومره په تنګ شو، اخر یې د لوبڅارۍ دنده پرېښوده.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د بنګله دېش مخکښ الراونډر د ډهاکه لیګ پر مهال د لوبڅار په پرېکړه خپله غصه ښکاره کړه او ویکټې یې په لغتې ووهلې.

همدا راز ویل کېږي چې په یوه بله لوبه کې بیا محمودالله هم د لوبڅار پرېکړه باندې غبرګون ښکاره کړ او د احتجاج په توګه په پچ کې څملاستلو.

خو اوس په تازه راپورونو کې ویل شوي دي، چې هغه لوبڅار چې د دغه لوبغاړو بد چلند یې لیدلی دی، منیر الزمان نومېږي او د تل لپاره یې لوبڅاري پرېښوده.

منیر الزمان د کرکټ له یوې وېبپاڼې سره په خپله مرکه کې وویل، چې نور بس دی، زه له دې وروسته لوبڅاري نه کوم، زما هم څه عزت دی او غواړم چې له همدې سره ژوند وکړم.

هغه  وویل، چې د شکېب په دغه لوبه کې زه وم او د هغه چلند زما لپاره زغمل ډېر سخت و، همدا راز د محمودالله په لوبه کې بیا زه د ټلویزیون لوبڅار وم او ما هغه د هغه چلند کتلو، هماغه وخت مې پرېکړه وکړه، چې نور لوبڅاري نه کوم.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …