کورپاڼه / د لوبو راپورونه / محمد نبي ۲ لوبغاړي وسوځول او لوبډلې یې ۴مه بریا هم خپله کړه
محمد نبي

محمد نبي ۲ لوبغاړي وسوځول او لوبډلې یې ۴مه بریا هم خپله کړه

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې تېره ورځ محمد نبي که په توپوهنه کې ونه ځلېده، خو توپ اچونه یې ښه ترسره کړه او د ۲۵ منډو په بدل کې یې ۲ لوبغاړي وسوځول، چې لوبډلې یې څلورمه بریا هم خپله کړه.

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نارتهمپټن شایر او درهم ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د لوبې په پیل کې درهم پچه وګټله او لومړی یې نارتهمپټن شایر ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

نارتهمپټن شایر په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۳ منډې وکړې، چې له ډلې یې بین کران ۶۲، ریکارډو واسکونسیلوس ۶۰ او سیف زیب ۲۱ منډې وکړې. همدا راز محمد نبي هم په ۵ منډو وسوځېده. د درهم له خوا بین سټوکس ۲، میټي پوټس، جیک کیمبل او بین رین ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۷۴ منډو هدف په تعقیب کې د درهم لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې وکړې، چې له ډلې یې سین دیکسن ۴۰، میټي پوټس ۴۰ ناسوځېدلې او سکاټ بورتویک ۲۶ منډې وکړې.

د نارتهمپټن شایر له خوا ګریم وایټ تر ټولو ښه توپ اچونه ترسره کړه او ۴ لوبغاړي یې وسوځول، همدا راز محمد نبي او ټام ټیلر ۲-۲ او برینډن ګلور ۱ ویکټ واخیسته.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …