کورپاڼه / روغتيا / ولې د اوړي په موسم کې د شفتالو خوراک اړین دی؟

ولې د اوړي په موسم کې د شفتالو خوراک اړین دی؟

شفتالو په عموم کې دوه ډوله لري یو یې ګرد غوندې وي او بل یې بیا یو څه اوږد شکل لري، رنګ یې شین رنګی سور وي خو خوند یې بیا خو او د سوړ خاصیت لرونکې وي. د شفتالو ګټې حیرانوونکې او ډېرې دي خو موږ به یې یو څو ولولو:

د سترګو لپاره: شفتالو هغه مېوه ده چې د سترګو لپاره ځانګړي غذایي توکي برابروي ترڅو له زیان رسونکو عناصرو څخه یې خوندي وساتي. د بیټاکیروټین شتون یې د بدن ټولو برخو ته د وینې جریان تېزوي او د سترګو د عضلو فعالیت ته پیاوړی وربخښي.

له بدن څخه زهرجنې مادې وباسي: شفتالو یوه داسې مېوه ده چې د دفاعي سیستم پیاوړتیا زیاتوي. لکه څنګه چې شفتالو په ډېره اندازه ویټامین سي لري، همدغه ویټامین سي د انټي اکساید په ډول د بدن پیاوړتیا ډېروي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې شفتالو او ور پکې موجود توکي د درد مخنیوی کوي او که چېرته غواړئ چې ګردې مو پاکې وي او زهرجن توکي یې خارج شي نو په ورځني ډول شفتالو وخورئ.

بشپړه غذا ده: شفتالو په ډېره اندازه ویټامین ای، ویټامین سي، ویټامین اي، اوسپنه، میګنیزیم او کلسیم لري، چې په دې د زهرجنو توکو څخه د بدن دفاع کوي او مجموعي روغتیا ته مثبتې او حیرانوونکې ګټې او اغېزې لري.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …