کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ویسټ انډیز د پاکستان او انګلستان د هند ښځینه لوبډلې ماتې کړې
کیټ کروس

ویسټ انډیز د پاکستان او انګلستان د هند ښځینه لوبډلې ماتې کړې

د ویسټ انډیز ښځینه لوبډلې په لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه کې د پاکستان ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړه او د انګلستان ښځینه لوبډلې بیا په دویمه نړیواله یو ورځنۍ  لوبه کې د هند ښځینه لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د ویسټ انډیز او پاکستان ښځینه لوبډلو ترمنځ په لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه کې لومړی ویسټ انډیز توپوهنه ترسره کړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۶ منډې وکړې او د پاکستان لوبډلې ته یې د ۱۳۷ منډو هدف وټاکه.

د دوی له خوا هیلي میتیوس ۳۲، دیاندرا دوتین ۳۱ او کیشونا نایټ ۲۳ منډې وکړې. د پاکستان له خوا بیا ندا ډار او فاطمه ثنا ۲-۲ او ډیانا بیګ او نشرو سندهو ۱-۱ ویکټې واخیستې.

د ۱۳۷ منډو هدف په تعقیب کې د پاکستان ښځینه لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۶ منډې وکړې او د ۱۰ منډو په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه.  د دوی له خوا عایشه نسیم ۴۵ ناسوځېدلې او فاطمه ثنا ۲۴ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ویسټ انډیز له خوا شمیلیا کونیل ۳، عالیه الین ۲ او هیلي میتیوس ۱ ویکټ واخیستې.

د انګلستان او هند ښځینه لوبډلو ترمنځ بیا په دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې هند لومړی توپوهنه ترسره کړه چې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۱ منډې وکړې، چې له ډلې یې میتالي راج ۵۹، شفالي ورما ۴۴ او سمرتي مندانا ۲۲ منډې وکړې. د انګلستا له خوا کیټ کروس ۵ او سوفي اکلیسټون ۳ ویکټې واخیستې.

د ۲۲۲ منډو هدف انګلستان په ۴۷.۳ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۵ ویکټو په توپیر یې په لوبه کې بریا خپله کړه. د دوی له خوا سوفي دونکلي ۷۳ ناسوځېدلې، لورین وینفیلډ هل ۴۲ او کیترین برنټ ۳۳ ناسوځېدلې منډې وکړې. د هند له خوا پونم یادو ۲ لوبغاړې وسوځولې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …