کورپاڼه / جالب / آیا کیڼ لاسي کسان د ښي لاسو په پرتله ډېر ځیرک او هوښیار وي؟

آیا کیڼ لاسي کسان د ښي لاسو په پرتله ډېر ځیرک او هوښیار وي؟

ډېر به مو اورېدلي وي چې کیڼ لاسي یا هغه کسان چې په کیڼ لاس کار کوي، په عموم کې ډېر هوښیار او ځیرک وي، دوی د مشرۍ ځانګړتیاوې لري خو راځئ چې نن په دې اړه پوه شو چې آیا دا خبرې حقیقت لري او څنګه؟

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د نړۍ لس سلنه خلک کیڼ لاسي دي. که څه هم زموږ په ټولنه کې د کیڼ لاسو په اړه ډېرې خبرې مشهورې شوي، خو څېړونکې ادارې بیا یو څه بدل نظر لري.

که چېرته د نړۍ د مشهور خلکو نوملړ وګورو نو وبه وینو چې ډېر شمېر یې هغه دي چې کیڼ لاسي دي د بېلګې په توګه لیونارډو ډاوینچي، این سټاین، ارسطو، نیل ارم سټرونګ، ملکه ویکټوریا، شهزاده ویلیم، بیل ګیټس، بارک اوباما او د امریکا اته نور ولسمشران.

دغه راز د هالیووډ اداکاران ټام کروز او انجلینا جولي. د بالیووډ اداکار امیتاب بچن او ابیشیک بچن. که څه هم پخوا زمانو کیڼ لاسي کېدل نیمګړتیا ګڼل کېده او دوی ته به خلکو د شک په سترګه کتل کېدل خو وروسته، وروسته کیڼ لاسي کېدل عادي وګڼل شوه.

زموږ په ټولنه کې دا خبره ډېره مشهوره ده چې کیڼ لاسي د ښي لاسو په پرتله ځیرک او هوښیار وي، خو دا خبره سمه نه ده، بلکې د دواړو د ځیرکتیا کچه برابره ده او په کیڼ لاس سره کار کول کومه بده یا ناوړه خبره نه ده.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …