کورپاڼه / خپلواک / ويسټ انډيز په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې هم افغان لوبډله ماته کړه
افغانستان او ويسټ انډيز

ويسټ انډيز په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې هم افغان لوبډله ماته کړه

خپلواک وېبپاڼه (١٤ نومبر ٢٠١٩): افغان توپوهونکي په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې هم ناکامه شو او ويسټ انډيز د ٣٠ منډو په توپير افغان لوبډله ماته کړه.

د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د درې شل اوريزو لوبو لومړۍ لوبه د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې ترسره کېږي، چې د لوبې په پيل کې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړى يې د ويسټ انډيز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

برېنډن کنګ ايوان ليوس توپوهنې ته راووتل او مجيب الرحمان لومړي اور توپ اچونې ته راغى، چې د لومړي اور په څلورم توپ يې د برېنډن کنګ ويکټ ترلاسه او هغه يې له مېدان بهر کړ.

تر هغه وروسته ايوان ليوس او شيمرون هيټماير په زړه پورې توپوهنه پيل کړه او دواړو په ګډه د ٨٧ منډو ملګرتيا وکړه، چې د ويسټ انډيز په مجموعي ٩١ منډو هيټماير د راشد خان په توپ د ويکټو تر شا ولاړ رحمان الله ګربز ته کېچ ورکړ او د ٢١ منډو ترلاسه کولو وروسته له مېدانه ووت.

ايوان ليوس په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې ٦ شپږيزې او ٤ څلوريزې يې ووهلې او په ٤١ توپونو يې ٦٨ منډې وکړې او د ګلبدين نايب په توپ يې د شاټ وهلو هڅه وکړه چې محمد نبي کېچ او له مېدانه بهر کړ.

په نورو لوبغاړو کې کيرون پولارډ ٣٢ ناسوځېدلې او دينيش رامدين ٢٠ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

ويسټ انډيز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٤ منډې وکړې، چې افغانستان ته يې د ١٦٥ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري ګلبدين نايب ٢، نوين الحق، راشد خان او مجيب الرحمان ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د افغانستان له لوري د ١٦٥ منډو د هدف د تعقيب لپاره حضرت الله ځاځى او رحمان الله ګربز توپوهنې ته راووتل، خو ګربز چې لومړي توپ ته مخامخ شو، خپله ويکټ يې له لاسه ورکړه، همدا راز ابراهيم ځدراڼ هم په توپوهنه کې ناکامه شو او يوازې ٢ منډو ترلاسه کولو وروسته يې خپله ويکټ له لاسه ورکړه.

حضرت الله ځاځي ٢٣، اصغر افغان ٢٥ او نجيب الله ځدراڼ ٢٧ منډې ترلاسه کړې، خو محمد نبي ٧، ګلبدين نايب او راشد خان ١-١ او نوين الحق ٥ منډې وکړې.

همدا راز مجيب الرحمان په ٨ او فريد ملک په ٢٤ منډو ناسوځېدلې پاتې شو.

افغانستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٤ منډې وکړې او په ٣٠ منډو يې له ويسټ انډيز څخه په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې ماته وخوړه.

د ويسټ انډيز لپاره کيسريک ويليمس ٣، کيرون پولارډ او هايډن والش ٢-٢، شيلډون کوټريل او جېسن هولډر ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

کيرون پولارډ د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه.

د افغانستان لپاره ابراهيم ځدراڼ او د ويسټ انډيز لپاره برينډن کنګ نن خپلې لومړۍ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې.

د يادولو ده ويسټ انديز د درې يو ورځنيو لوبو په لوبلړۍ کې هم افغانستان ته وايټ واش ماته ورکړې وه. دواړه لوبډلې به دويمه شل اوريزه لوبه د نومبر په ١٦مه نېټه ترسره کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …