کورپاڼه / سياست او روانې چارې / هند د پاکستان په نړیوال مارکیټ کې هم لغته ووهله
پاکستان او هند

هند د پاکستان په نړیوال مارکیټ کې هم لغته ووهله

هند په نړیوال مارکیټ کې له پاکستان څخه په ډېره ارزانه بیه باسمتي وريژه خرڅوي، چې له دې سره یې د پاکستان مارکیټ خراب کړی دی او پاکستاني سوداګر ترې سر ټکوي.

د بي بي سي اردو وېبپاڼې د یو راپور په وېنا، چې په نړیوال مارکیټ کې د پاکستان د باسمتي چاول په هماغه کیفیت هندي باسمتي چاول ډېر ارزانه دي، چې خلک یې ډېر خوښوي.

د سویټزرلېنډ په جنیوا ښار کې د عیسی کین په نوم یو سوداګر چې د هند او پاکستان باسمتي چاول افریقايي هېوادونو ته لېږي، هغه وايي چې د هند باسمتي وريژې ارزانه دي او په خوند کې هم له پاکستاني باسمتي وريژو څخه ښې دي، نو ځکه یې لومړیتوب د هند باسمتي وريژې دي. هغه وايي که چېرته د دواړو وريژو بیه برابره هم وي، نو هغه به د هند وريژې خوښوي، ځکه له پاکستانیو هغو څخه یې خوند ډېر ښه دی.

پاکستان چې کومې وريژې په ۴۵۰ ډالر ټن په نړیوال مارکیټ کې خرڅوي، هماغه وریژې هند بیا په ۳۶۰ ډالر ټن خرڅوي، چې په بیه کې یې لوی فرق دی. همدا راز په پاکستان کې یوازې په تېر یو کال کې د باسمتي وريژو په کښت کې ۱۴ سلنه کموالی راغلی دی.

بلخوا پاکستاني سوداګر سر ټکوي او په هند تور پورې کوي، چې دوی یوازې د دې لپاره وريژې ارزانه خرڅوي، تر څو نړیوال مارکیټ خپل کړي، ځکه په کومه بیه چې هند وریژې خرڅوي، په دغه وريژو باندې له دې مصارف زیات راځي.

خو اقتصادپوهان بیا وايي، چې هند غواړي چې د باسمتي وريژو په برخه کې ټول نړیوال مارکیټ خپل کړي او نور هېوادونو له دې مارکیټ څخه بهر کړي. همدا راز د هند او پاکستان ترمنځ د باسمتي وريژو په اړه دوسیه هم روانه ده، دواړه هېوادونه ادعا کوي چې باسمتي وريژه په اصل کې د دوی د هېواد ده.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب

د مجردانو وکیل دا ځل په هلمند کې د ۱۰۰ بې وزله زومانو ډلییز ودونه کوي

په تېر حکومت کې د پارلمان غړی او د بې وزله خلکو سره مرسته کوونکی …