کورپاڼه / خبرونه / ((د فرحان پروني پریس کانفرنس کې د دروغو او دوکو وعدې))
فرهان یوسفزی

((د فرحان پروني پریس کانفرنس کې د دروغو او دوکو وعدې))

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د کرکټ بورډ پخواني روزونکي هستي ګل عابد د کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزي په پروني خبري کنفرانس سختې نیوکې کړې دي او هغه یې د (دروغو او دوکو وعدې) یادې کړې دي.

هستي ګل عابد په خپله فېسبوکپاڼه کې د فرهان یوسفزي د هغه خبرې په ځواب کې چې پرون یې وویل له سنیکسر شرکت څخه یې د افغانستان غوره لیګ دوسه ګټلې ده، لیکي: ((د سنیکسر کمپنۍ سي اي او وايي چې د انګلستان په محکمه کې دوسیه د کورونا له امله په ټپه ولاړه ده، که کرکټ بورډ وايي چې دوسیه مونږ ګټلې نو ثبوت دې ښکاره کړي.))

همدا راز د کورنیو سیالیو د ترسره کېدو په برخه کې د فرهان یوسفزي د خبرو په غبرګون کې هغه لیکي: ((فرحان وویل چې داخلي کرکټ لوبو لپاره صحت عامه مونږ ته د لوبو اجازه نه راکوي، چې د کورونا وبا خواره نه شي. ښا، کرکټ بورډ ولې څو ورځې مخکې ایوبي لوبغالي کې د لوبو اجازت نامه د ایوبي لوبغالي ادارې ته ورکړه، ایا هلته د کرکټ بورډ کنټرک او د داخلي لوبو لوبغاړي په هغو لوبو کې نه لوبېږي، که هغه لوبغاړي کرکټ بورډ ته هیڅ کوم ارزښت نه لري.))

هستي ګل عابد د فرهان یوسفزي په اړه

هستي ګل عابد په خپل پوسټ کې مخکې لیکي: ((بل یې د ویسټ انډیز او اسټرالیا سره سیریز یاد کړو، د هغه سیریز خو به ځکه څه نه وایم، د سیریز لپاره چې کرکټ بورډ کومه نیټه اعلان کړه په هماغه نیټه په اماراتو کې د ای پي ایل لوبې ترسره کېږي، نو ایا دا به څوک ومني چې د بي سي سي ای سره دې د کرکټ په دنیا کې څوک ډغره ووهي.))

د یادولو وړ ده چې د فرهان یوسفزي د پروني خبري کنفرانس څخه دا هیله وه چې هغه به د شل اوریزو لوبو کپتان اعلان کړي، خو په دغه ناسته کې یې کپتان اعلان نه کړ او تر ډېره پورې تکراري خبرې یې وکړې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …