کورپاڼه / اسعار / ۱۰ سرطان ۱۴۰۰: د ډالر چټک پورته تګ، په ۸۰ افغانۍ شو
ډالر بیه

۱۰ سرطان ۱۴۰۰: د ډالر چټک پورته تګ، په ۸۰ افغانۍ شو

له تېرو څو ورځو راهیسې امریکايي ډالر د افغانیو پر وړاندې ډېر په چټکتیا سره پورته روان دی چې نن (تراوسه پورې) یو امریکايي ډالر ۸۰ افغانیو ته پورته شوی دی.

د سرای شهزاده د معلوماتو له مخې، نن (۱۰ سرطان ۱۴۰۰ \ ۱ جولای ۲۰۲۱) د پنجشنبې په ورځ سهار ۱ امریکايي ډالر په ۷۹.۷۰ افغانۍ و، چې وروسته بیا ۷۹.۹۰ ته پورته شو او اوس یو امریکايي ډالر په ۸۰ افغانۍ شو.

که همداسې د ډالر پورته تګ روان وي، نو ښايي چې ډېر ژر د تاریخ تر ټولو لوړې بيې ته پورته شي، له دې مخکې یو ځل امریکايي ډالر ۸۱ افغانیو ته پورته شوی و.

په سرای شهزاده کې د نورو اسعارو په برخه کې بیا د پاکستان ۱۰۰۰ روپۍ په ۴۹۹ افغانۍ، د هند ۱۰۰۰ روپۍ په ۱۰۸۰ افغانۍ او د ایران ۱۰۰۰ تومان په ۳.۲۵ افغانۍ دي.

همدا راز د سعودي عربستان ۱ ریال په ۲۰.۹۵ افغانۍ، د اماراتو ۱ درهم په ۲۱.۵۰ افغانۍ دی، د ترکیې ۱ لېره په ۹.۵۰ افغانۍ او یورو په ۹۴.۵۰ افغانۍ دي.

د یادولو وړ ده چې په سرای شهزاده کې هر وخت د اسعارو بيې ښکته او پورته روانې وي، چې د تازه معلوماتو لپاره خپلواک وېبپاڼه څارئ.

دا هم ولولئ

کلداره او ډالر

د پاکستانۍ کلدارې بې ارزښتي، ډالرو پرې ریکارډ جوړ کړی

په افغانستان کې د ډالر د چټک لوړوالي او بېرته د راکوزېدو وروسته ډالر د …