کورپاڼه / اسلام / په لاس سره خوراک کول د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت دي

په لاس سره خوراک کول د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت دي

حضرت کعب بن مالک رضي الله عنه فرمایي، چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په دریو ګوتو یعنې د شهادت، ګوتمۍ او په منځنۍ ګوته به په آرامه خوراک کاوه او وړاندې له دې چې لاس پاک کړي، لومړی به یې وڅاټه او بیابه یې ووینځه.

د کاچوغو پرځای په لاس سره خوراک کول د خوړو خوند ډېروي، خو په امریکا کې د یوژ څېړنې له مخې دعوه شوې، چې دې سره د بدن وزن هم ډېرېږي.

څېړنه وایي چې د خوراک توکو لمسول د دماغو هغه برخه متحرکوي، چې خولې ته له رسېدو وړاندې مو دې فکر ته مجبوروي، چې خواړه خوندور دي او د کاچوغو په پرتله د ډېر آرام احساس راکوي.

له څېړنې دا هم موندل شوي چې دغه ډول اغېزې په هغه کسانو کې لېدل کېږي چې هر ډول خوراکي توکي نه خوري او هغه کسان چې هر ډول خواړه خوري، هغوی په لاسونو سره د خوراک په کولو ډېر خوند نه احساسوي.

څېړنه زیاتوي چې په دې سره که څه هم د ډېر خوراک اشتها یا غوښتنه نه ډېرېږي، خو د هوټلونو لپاره یوه داسې ساده او ګټوره طریقه ده چې د پیرېدونکو لپاره د ډېر خوند سبب کېږي.

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …