کورپاڼه / روغتيا / که چېرته دغه یو عادت خپل کړو نو له خطرناکو ناروغیو څخه ځان ژغورلی شو

که چېرته دغه یو عادت خپل کړو نو له خطرناکو ناروغیو څخه ځان ژغورلی شو

د خوب کمښت د خطرناکو ناروغیو د بېلګې په توګه د فلج، د زړه ناروغۍ او د سرطاني ناروغیو خطر ډېروي، خو ښه خبره داده چې ځان ترې ژغورل ډېر آسانه دي.

یوه طریقه داده چې مناسب خوب وکړو، که چېرته داسې ممکنه نه وي نو په اوونۍ کې دوه نیم ساعته تېز قدم ووهئ یا په ورځ کې تر یوویشت دقیقو پورې قدم وهنه هم د بېلابېلو ناروغیو په سبب د مړینې خطر کموي.

دغه څېړنه چې د بریتانیې د لندن پوهنتون او د استرالیا د سیډني پوهنتون لخوا ترسره شوې، هغه کسان چې مناسب خوب نه کوي، دا ډول کسان د بدني فعالیتونو او ورزش په کولو سره د خطرناکو ناروغیو خطر کمولی شي.

څېړونکې وایي که چېرته غواړئ چې د خوب کمښت او مخکې له وخته د مړینې خطر تر ډېره کم یا ختم کړئ، نو په اوونۍ کې یو نیم سل دقیقې قدم ووهئ او یاد هدف لاسته راوړئ.

دوی زیاتوي یې د څېړنو له پایلو دې فکر ته پیاوړتیا ورکول کېږي چې د بدني فعالیتونو او خوب په ذریعه روغتیا ښه والی موندلی شي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …