کورپاڼه / روغتيا / که چېرته د ویښتانو له توییدو سره مخ یاهم ګنجي یاست؛ له دې حیرانوونکو تېلو ګټه پورته کړئ

که چېرته د ویښتانو له توییدو سره مخ یاهم ګنجي یاست؛ له دې حیرانوونکو تېلو ګټه پورته کړئ

نن سبا نه یوازې په ډېر عمر لرونکو کسانو بلکې ځوانان کې هم د ویښتانو د توییدو او د ګنجي کېدو ستونزې عامې شوي، چې ډېری یې د حل په موخه قیمت بیه سیرومونه او تېل اخلي او ځینې یې د درملنې لپاره په ډاکترانو پسې ګرځي.

نن ورځ مو له یو ډول داسې حیرانوونکو تېلو څخه خبروو، چې نه یوازې د ګنجي کېدو ستونزې حلوي، بلکې ویښتان ته ښکلا، ګڼوالی هم ورکوي او اوږدوي یې.

د هګیو د ژېړو تېل:

ددې لپاره یو درجن هګۍ راواخلئ او ژېړ یې ترې بېل کړئ، بیا یې په یو لوښي کې واچوئ او په لږې تودوخې سره یې تر هغې پخې کړئ، ترڅو تېل یا غوړ ترې راووځي او بیا یې چاڼ کړئ.

د هګیو ژېړ چې ټرای ګلایسیرایډس، فاسفولیپیډز او د کلیسترول لرونکې وي، د ویښتانو د ودې سبب کېږي او د توییدو مخنیوی یې کوي. همدغه راز د فیټي اسیدو یعنې اومیګا ۳ او اومیګا ۶ درلودونکې هم وي چې د حجرو د ودې لپاره غوره ګڼل کېږي.

سربېره پر دې د کلیسترولو شتون یې ویښته نرم او ملایم ساتي او د انټي اکساید لوټین او زي زینتن شتون یې چې هګۍ ته ژېړ رنګ ورکوي، ویښته له ماتېدو څخه ساتي، د سر پوستکي ته اکسیجن برابروي او په دې سره د ویښتانو د ژر ودې سبب کېږي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …