کورپاڼه / خبرونه / له کعبې شریفې غلاف یا پوښ پورته شو؛ د حج لپاره چمتوالی نېول کېږي

له کعبې شریفې غلاف یا پوښ پورته شو؛ د حج لپاره چمتوالی نېول کېږي

په سعودي عربستان کې د حج لپاره چمتوالی پیل شو او کعبې شریفې غلاف یا پوښ یې تر دریو میترو پورې پورته کړ.

د سعودي عربستان د مسجد الحرام او د نبوي جومات د مشر ډاکتر عبدالرحمن السدیس د څارنې لاندې د کعبې شریفې غلاف یا پوښ له ښکته پورته کړی شو.

د یادولو وړ ده چې له کعبې شریفې څخه د غلاف یا پوښ پورته کولو د حج لپاره د چمتوالي د نېولو لپاره یوه کړنه یا عمل ګڼل کېږي او دا مانا لري چې د حج لپاره چمتوالی نېول کېږي.

ددې کار لپاره له پنځوسو څخه د ډېر کارپوهانو ځانګړې ډلې ګومارل شوې وې او ترڅنګ یې یوه ځانګړې زینه هم وه، چې یوازې د غلاف یا پوښ د پورته کولو لپاره ځانګړې شوې ده.

د مسجد الحرام او نبوي جومات اداره وایي، له کوم ځای څخه چې غلاف یا پوښ پورته شوی، هغه برخه یې په دوه میتره پراخه سپین کاټن باندې له څلورو خواوو پوښلې او حج وروسته به د کعبې شریفې غلاف ښکته شي.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …