کورپاڼه / هنر او کلتور / ابیشیک بچن: پر ټولنیزو رسنیو خپرېدونکو آوازو او منفي معلوماتو ته پام مه کوئ

ابیشیک بچن: پر ټولنیزو رسنیو خپرېدونکو آوازو او منفي معلوماتو ته پام مه کوئ

د بالیووډ د فلمونو اداکار یا هنرمند ابیشیک بچن د انټرنیټ له کاروونکو غوښتنه کړې، چې په ټولنیزو رسنیو کې دې مسولیت پر غاړه واخلي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې ابیشیک بچن د ټولنیزو رسنیو د نړیوالې ورځې پر مناسبت پر انستاګرم په ټولنیزو رسنیو کې د هغه کسانو په اړه غږېدلی چې منفي او نفرت خورونکې مواد خپروي.

نوموړي د ټولنیزو رسنیو له کاروونکو غوښتنه چې د یادو رسنیو د استعمال پرمهال باید مسولیت په غاړه وایي.

ابیشیک بچن پخپل پوسټ کې لیکلي دي چې:((ټولنیزه رسنۍ یوه پیاوړې وسیله یا وسله ده، خو یاد ولرئ چې له ډېر ځواک سره لوی مسولیت هم وي.))

نوموړی د انټرنیټ او ټولنیزو رسنیو ټولو کاروونکو ته پیغام ور کړی چې پر ټولنیزو رسنیو خپرېدونکو آوازو او منفي معلوماتو ته دې پام نه کوي او په دې پلیټ فارم هغه معلومات خپاره کړئ چې د خلکو پوهه ډېره کړي او د ټولنیزې رسنۍ پرمټ مینه، امن او خوښي وویشئ.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …