کورپاڼه / جالب / آلو نه یوازې دا چې خوراکې توکی دی بلکې په پاکوالي کې هم مهم رول لوبوي

آلو نه یوازې دا چې خوراکې توکی دی بلکې په پاکوالي کې هم مهم رول لوبوي

آیا پوهېږئ چې آلو له خوراک پرته د پاکوالي لپاره هم اغېزمن تمامېږي؟ آلو یو له هغه خوراکي توکو څخه دی چې د سبزیجاتو په نوملړ کې لومړی ځای لري او یواځینۍ هغه سبزي ده چې له هر ډول خوراکي توکو سره پخېږي او خپل خوند هماغسې ساتي.

همدا سبب دی چې آلو په غوښه، پالک، بینډۍ یا لیړو، ټینډۍ، پیکوړۍ یاهم له سموسو سره یوځای پخېږي او په هره ترکارۍ کې خپل ځانګړتیا ښیي او که چېرته په یواځې توګه هم پوخ شي نو بیاهم د خلکو د خوښې وړ شکل خپلوي. خو نن ورځ په پاکوالي کې د آلو په رول خبرې لرو.

د لمر ضد او د نظر عینکې:

که چېرته د هوا د خرابوالي په سبب یاهم په کوم بل سبب مو د عینکو ښېښې خړې شوې، نو په داسې وخت کې یو آلو راواخلئ، پرې یې کړئ او د عینکو پر ښېښو ووهئ ځکه چې د آلو نشایسته پر ښېښه خړوالی نه پرېږدي.

د زنګ لېرې کول:

که چېرته مو په کور کې هغه شیان زنګ کړی و، چې له اوسپنې جوړ شوي نو آلو به راواخلئ، دوه ټوټې به یې پرې کړئ، بیابه پرې صابون یا سوډا واچوئ او زنګ وهلي توکي باندې به یې ووهئ.

د ښېښو پاکول:

په ځینو ټولنو کې د ښېښو ماتېدل په ښه فال نېول کېږي، خو موږ یې په نیک او بد خبرې نه لرو بلکې د ښېښو د هغه وړو ټوټو په اړه خبرې کوو چې په ځمکه یا فرش پاتې کېږي. ددې لپاره آلو دوه ځایه پرې کړئ او په هغه ځای یې ووهئ چېرته چې ښېښه ماته شوي وي نو میده ټوټې به یې راټولې شي.

د سرو یا سپین زرو پالش کول:

سره یا سپین زر یاهم له دې توکو جوړ شوي لوښي او نور شیان د وخت په تېرېدو خپل رنګ او ښکلا له لاسه ورکوي. ددې لپاره هغه اوبه چې آلو پکې ایشېدلی وي راواخلئ او تر یو ساعت پورې پکې لوښي یا نور توکي کېږدئ نو داغونه به یې پاک شي.

د ګریسو نښې، نښانې پاکول:

آلو د کوچنیو داغونو د لېرې کولو لپاره غوره ټاکنه ده او د ګریسو نښو، نښانو په لېرې کولو کې آلو ګټور توکی دي. ددې لپاره آلو په منځ پرې کړئ او د ګریسو په داغ یئ او بیا یې ووینځئ.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …