کورپاڼه / هنر او کلتور / هریتک روشن ولې داسې نظر درلود چې ایشوریا هنري وړتیاوې نه لري؟

هریتک روشن ولې داسې نظر درلود چې ایشوریا هنري وړتیاوې نه لري؟

یو وخت د بالیووډ مشهور اداکار هریتک روشن د اداکارې ایشوریا رای په اړه منفي نظر درلود او داسې فکر یې کاوه چې هغه هنري وړتیاوې نه لري. دا چې ولې نوموړي دا فکر درلود، پخپله یې دې پوښتنې ته ځواب ویلی.

یو وخت داسې هم و چې د هریتک روشن او ایشوریا رای جوړه د بالیووډ له غوره جوړو څخه ګڼل کېده. دوی دواړو په (دوم ۲)، (جودا اکبر) او (ګزارش) فلمونو کې یوځای کار کړی، خو له فلمونو وړاندط هریتک روشن د ایشوریا په اړه یو نظر درلود.

له یو هندي ویبپاڼې سره هریتک روشن مرکه کړې او دا خبره یې منلې ده، چې په تېر کې یې ایشوریا رای یوه داسې اداکاره ګڼله، چې ګوندې هغه هنري وړتیاوې نه لري.

نوموړي داسې نظر درلود چې ایشوریا یوازې ښکلې څېره یا ښایست لري او له دې پرته هغه هیڅ هنر یا کمال نه لري. هریتک روشن زیاتوي کله چې مې له ایشوریا سره یوځای کار وکړ، نو مجبوره شوم چې خپل نظر بېرته واخلم

نوموړی وایي چې له ایشوریا سره د ښکلا یا شایست ترڅنګ وړتیا هم شته، هغه یوه همت ناکه اداکاره ده او زه د غلط نظر په درلودلو تېروتلی وم.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …