کورپاڼه / اسلام / د آذان اورېدل او ځواب یې ورکول څه فضیلت لري؟

د آذان اورېدل او ځواب یې ورکول څه فضیلت لري؟

په یو روایت کې حضرت میمونه رضي الله عنها فرمایي چې یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم د نارینه او ښځینه وو د صفونو ترمنځ ودرېد او ویې فرمایل ای د ښځینه وو ډلې!

کله چې تاسې ددغه حبشي یعنې بلال رضي عنه آذان او اقامت اورئ، نو تاسو یې هم ورسره وایئ، ځکه چې د هر لفظ یا کلمې په بدل کې به ستاسې زر ـ زر درجې لوړې شي. حضرت عمر رضي الله عنه وفرمایل دا خو د ښځو لپاره دی د نارینه وو لپاره به یې څه ثواب وي.

نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې عمره د نارینه لپاره دوه برابره درجې دي. بیا رسول الله د ښځو پر لور متوجې شو او ویې فرمایل، که چېرته کومه ښځه د خاوند حق ادا کوي، پیروي یې کوي، ښه یې بیانوي او پخپل نفس او د هغه په مال کې خیانت نه کوي نو په جنت کې به یې له شهیدانو سره یوازې یوه درجه توپیر وي.

که چېرته یې خاوند د ښو اخلاقو لرونکی وي او مومن وي نو په جنت کې به یې هم خاوند وي او که داسې نه وي نو الله تعالی به یې له کوم شهید سره نکاح وکړي.

وګورئ چې د آذان اورېدل او ځواب ورکول یې څومره فضیلتونه لري. په حدیثونو کې پرې ټینګار هم شوی او په اړه یې طریقې هم ښودل شوي چې څه ډول به آذان ته ځواب ورکوو.

په یو بل روایت کې راځي چې د موذن د آذان په اورېدو سره که چېرته څوک دغه کلمې ووایي نو ګناهونه یې بخښل کېږي.(اشهد ان لا اله الا الله وحدہ لا شر یک له و اشهد ان محمد عبدہ ورسوله رضیت بالله ربا و محمد رسولا وبا لاسلام دینا)

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …