خپلواک وېبپاڼه (١٤ نومبر ٢٠١٩): د پاکستان کرکټ لوبغاړي فواد عالم د پاکستان کرکټ بورډ په غوراوي کمېټه نيوکې کړي دي، چې وايي زه په ډومېسټک سياليو کې تر نورو ښه ځلېدلى يم، خو بيا مې هم په لوبډله کې نه اخلي، نه پوهېږم چې ما ولې لوبډله کې نه انتخابوي.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وينا، د پاکستان کرکټ لوبډلې د منځنۍ برخې توپوهونکى فواد عالم وايي، چې ښايي لوبډله کې لوبغاړي د خوښې او ناخوښې له امله انتخابېږي، همدا لامل دى چې زه په لوبډله کې نه يم.
هغه وايي چې په دې اړه نور هېڅ د ويلو نشته دى چې لوبډله دې په خوښه جوړه شوې وي او هغه لوبغاړي چې د دوى خوښ نه دي، که څه هم ښه ځلېږي، خو دوى يې په لوبډله کې نه اخلي.
فواد عالم په ډومېسټک سياليو کې د ٥٦ په اوسط ١١٨٣٠ منډې کړي دي، هغه وايي چې په لوبډله کې د نه اخيستلو په ځواب پسې ګرځم چې ولې زه په لوبډله کې نه يم اخيستل شوى او اخر په ما کې څه کمى دى؟
هغه همدا راز په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې هر کال يا دوه کاله وروسته راته يوه بهانه جوړوي او زه بيا هم هڅه کوم چې خپل ځان لوبو ته برابر کړم، نو دوى بيا راته بله بهانه وګوري.
فواد عالم په تېر ډومېسټک سياليو کې په ٩ لوبو کې ٢ سليزې او ١ پنځوسيزه وهلې وه، په ډومېسټک سياليو کې هغه تر دې دمه پورې ٣٢ سليزې وهلي دي. دغه ٣٤ کلن لوبغاړى وايي، چې کله يو لوبغاړى له ملي لوبډلې کېنول شي، نو هغه په ډومېسټک کې لوبې کوي او کله چې ښه لوبه ترسره کړي، نو بېرته لوبډلې ته لاړ شي، خو وايي چې د غوراوي کمېټې غړي دا نه ويني.