کورپاڼه / خبرونه / راشد خان انګلستان ته لاړ
راشد خان

راشد خان انګلستان ته لاړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان نن له متحده عربي اماراتو څخه د انګلستان په لوري روان شو، چې هلته به په دوه ټورنمنټونو کې برخه واخلي.

راشد خان چې د ویټالیټي بلاسټ سیالیو پر ځای د پاکستان سوپر لیګ سیالیو ته پاتې شوی و، اوس په دغه سیالیو کې د ګډون په موخه نن روان شو.

هغه په ټولنیزو رسنیو کې په الوتکه کې اخیستل شوی یو عکس خپور کړی دی او مینه والو ته یې انګلستان ته د روانېدو خبر ورکړی دی.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Rashid Khan (@rashid.khan19)


راشد خان به په انګلستان کې د کرنټین له ختمېدو وروسته په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې د سسیکس لوبډلې سره یو ځای شي، همدا راز له هغه وروسته به بیا په دي هنډریډ سیالیو کې هم برخه واخلي، په دغه سیالیو کې هغه د ټرینټ روکیټس لوبډلې له خوا اخیستل شوی دی.

د راشد خان د اړونده لوبډلې لوبغاړو هم د هغه په دې پوسټ کمنټونه کړي دي او ورته یې لیکلي دي چې په تمه دي ورته، همدا راز په یو ساعت کې د هغه دا عکس ۸۷ زره کسانو خوښ کړی هم دی.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …