کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره په زړه پوری فیچر وړاندې کړ

وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره په زړه پوری فیچر وړاندې کړ

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره په اندراید موبایلونو او بیټا ویرژن (2.21.14.3) کې نوی فیچر یا ځانګړتیا رامنځته کړې.

وټساپ چې وخت ناوخت د اپلیکیشن د ښه والي او د کاروونکو د آسانتیا په موخه نوې فیچرې یا ځانګړتیاوې کوي، له څه وخت راهیسې ویل کېږي چې یو داسې فیچر رامنځته کوي کاروونکي به یې په مرسته یو پیغام یوازې یو ځل ګوري او دویم ځل به یې نه شي لېدلی.

د بیټا انفو د ویبپاڼې د راپور له مخې ویل کېږي چې د دغه نوي فیچر ازمایښت پیل کړی او د هغه کاروونکو لپاره یې وړاندې کړی چې د بیټا ویرژن (2.21.14.3) کاروي.

راپور زیاتوي چې ددې فیچر په مرسته به کاروونکی ورته لېږل شوي تصویرونه او ویډیوګانې یوازې یو ځل لپاره ولېدلی شي او که چېرته چیټ بند کړي نو پخپل به له منځه ځي.

آیا تاسې خپل وټساپ کې دغه فیچر لرئ او که څنګه؟ کله چې ویډیو یا تصویر خپروئ نو هلته به (ویو ونس) آپشن وي، که چېرته تاسې دا اپشن وټاکئ نو کوم چاته یې چې لېږئ، هغه به یوازې د یو ځل لپاره ورلېږل شوې ویډیو یا تصویر ګوري.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …