کورپاڼه / بېلا بېل / څېړنه: شتمن او مخور کسان په عموم کې خپلې تېروتنې نه مني

څېړنه: شتمن او مخور کسان په عموم کې خپلې تېروتنې نه مني

ارواپوهان وایي هغه کسان چې شتمن یا په ټولنه کې مخور وي، ډېر وخت خپلې تېروتنې نه مني او ډېر وخت خپل تېروتنې هم پر نورو ور اچوي.

د کیلیفورنیا د سان ډیاګو پوهنتون ارواپوهانو موندلې چې د ټولنې ځواکمن، مخور او شتمن خلک په ډېرو سختیو خپلې تېروتنې مني او ډېر وخت دوی خپل تېروتنې په نورو ور اچوي.

ارواپوهان وایي چې د مقام او ځواک په ترلاسي د انسان سره یو ډول ټاکونکی فکر پیدا کېږي. که څه هم دا ډول خلک به ډېر څه لري خو بیابه هم دا فکر کوي چې نور خلک د دوی په پرتله ډېر څه لري او په دې ډول حسد پیدا کوي او نورو ته د یو ډول سزا ورکولو عادت خپلوي.

په دې اړه ارواپوه ییډان ین وایي چې دا ډول د کمزورو خلکو پروا نه لري، خپلې تېروتنې په نورو اچوي او بیا جواز هم ورته پیدا کوي. په دې اړه دوی څو څېړنې ترسره کړې او په لومړۍ څېړنه کې ۳۶۳ او په دویم څېړنه کې ۳۹۳ کسان تر تجربو لاندې ونېول.

ارواپوهان وایي چې ددې مهمې څېړنې څخه یې معلومه کړه چې په ډېرو ادارو او دفترونو کې د اختیاراتو د بې ځایه استعمالولو مخنیوي ته ډېره اړتیا لېدل کېږي او په دې سره به د کار کولو چاپیریال یو څه شفاف او آرامه شي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …