کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د اومیګا تري کمښت مخکې له وخته د مړینې سبب کېږي

څېړنه: د اومیګا تري کمښت مخکې له وخته د مړینې سبب کېږي

د اومیګا تري فیټي اسیدو په اړه به مو ډېر لوستي او اورېدلي وي، خو اوس تازه خبر دادی چې په بدن کې ددې مهم عنصر کمښت هو بهو د سګریټ څکولو په څېر بدې اغېزې لري او مخکې له وخته د مړینې سبب کېږي.

د راپور له مخې ویل کېږي چې د اومیګا تري کچه د وینې د معایناتو په مرسته معلومېږي او په دې اړه ترټولو مهمه څېړنه هم ترسره شوې چې اته معیارونه ور پکې شامل کړي ول د بېلګې په توګه عمر، سګریټ څکونه، نوع، د وینې فشار، شکر، سسټالیک د وینې فشار، روغتیایي کلیسترول او خراب کلیسترول.

ددې څېړنې ارزښت په دې کې دی چې د زړه ناروغۍ اوس هم په نړۍ کې د مړینې لوی لامل ګڼل کېږي او سببونه یې سګریټ څکونه، ذهني فشار او نا آرامي په ګوته شوي. فیټي اسید د وینې پر پلازما او سرو کرویاتو لېدل کېږي او د ماهي په غوښه کې ډېر وي. دغه راز شپلیمنټ یې هم په بازار کې ترلاسه کېږي.

په لومړنۍ څېړنه کې ۲۵۰۰ کسان چې عمرونه یې له ۶۶ څخه ۷۳ کلنۍ پورې تر اوو کلونو او دریو میاشتو پورې وڅېړل شول. چې بیا معلومه چې د اومیګا تري کچه په امریکایانو کې کمه ده چې د زړه د ناروغیو سبب کېږي او په جاپانیانو کې دغه کچه لوړه وه، نو ځکه هغوی ډېر عمرونه لري.

یعنې د امریکایانو په پرتله جاپانیان پنځه کله ډېر ژوند کوي، نو ځکه ویل کېږي چې اومیګا تري د اوږد ژوند کولو لپاره ګټور وي او په همدې سبب نړۍ ورته ډېر پام کوي ځکه چې د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي او د وینې فشار برابر ساتي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …