کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان: کترینه کیف د (کترینه خان) جوړېدو چانس له لاسه ورکړ
کترینه کیف او سلمان خان

سلمان خان: کترینه کیف د (کترینه خان) جوړېدو چانس له لاسه ورکړ

د هندي سینما مشهور او نومیالی هنرمند سلمان خان د مشهورې هنرمندې کترینه کیف په اړه وايي چې هغې د (کترینه خان) جوړېدو غټ چانس له لاسه ورکړ.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، په هند کې یو واده کې سلمان خان او کترینه کیف دعوت شوي و، په سټیج باندې دواړه ولاړ و چې د سندرغاړي میکا سینګ (چکني چمیلي) سندره چې په (اګنیپت) فلم کې پرې کترینه کیف نڅا کړې ده، ولګول شوه.

کله چې دا سندره پیل شوه، نو سلمان خان کترینه کیف ته هم دعوت ورکړ، چې سټیج ته ورشي. هغه بیا وویل (کترینه…) بیا یې لږ صبر وکړ او بیا یې وویل (کیف)، بیا یې لږ وروسته ورپسې (کپور…) وویل او بیا یې وویل چې د خان جوړېدو څومره غټ چانس یې له لاسه ورکړ.

د سلمان خان په دې خبرو دغه واده ته راغلي خلک ټول په خندا شو، کوم چې سلمان خان او کترینه کیف ته راغونډ شوي و.

د یادولو وړ ده چې سلمان خان او کترینه کیف په یو شمېر مشهورو فلمونو کې ګډ کار کړی دی او دواړه اوس یو ځل بیا په (ټایګر ۳) فلم کې کار کوي، چې د دې فلم ثبت ډېر ژر پیلېږي.

دا هم ولولئ

شاه رخ خان، سلمان خان، عامر خان او اکشی کمار

د بالیووډ مشهور اداکاران په یو فلم کې د کار کولو څومره پېسې اخلي؟

په هند کې د بالیووډ سینما یو له هغه سینماګانو څخه دی، چې په لویه …