کورپاڼه / هنر او کلتور / د (بغدادي پیر) او (پټان) ناولونو مشهور لیکوال په کورونا اخته شوی
نصیر احمد احمدي

د (بغدادي پیر) او (پټان) ناولونو مشهور لیکوال په کورونا اخته شوی

د (بغدادي پیر) (پټان) او د نورو ډېرو مشهورو ناولونو لیکوال نصیر احمد احمدي په کورونا ویروس ناروغۍ اخته شوی دی، چې د روغتیا لپاره یې د دعا غوښتنه شوې ده.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین هارون حکیمي هم د نوموړي په اړه یو پوسټ کړی دی او لیکلي یې دي: ((نصیر احمد احمدي مستعد لیکوال او د  هیواد د کیسه لیکني یو سرلاری دی. لوی خدای دي له کرونا څخه بېړنی امان او  بشپړه روغتیا ور په برخه کړي. شېبه مخکي یې د ورور، منیر احمد سره وږغېدم. د هیله مندۍ ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ یې راکړ. د اړتیا پرمهال د همکارۍ ‌‌‌‌‌‌ژمنه مو ورسره وکړه.))

نوموړی په اوس وخت کې د افغانستان یو مخکښ ناول لیکونکی دی، چې ناول یې ځانګړي مینه وال لري او د هغه هر ناول خلک ډېر په مینه لولي.

د نصیر احمد احمدي تر ټولو مشهور ناول بیا د (بغدادي پیر) په نوم دی، چې وروسته یې نوم بدل او (ډیویډ جونز) ورته کېښودل شو. دا ناول د غازي امان الله خان په وخت او د هغه پر وړاندې به جوړو شویو دسیسو باندې لیکل شوی دی.

همدا راز هغه نور ډېر تاریخي ناولونه هم لیکلي دي، په دې وروستیو کې د هغه یو بل ناول د (د غڼې ځاله) په نوم چاپ شوی دی، چې دې ناول ته یې هم خلک ډېر په تمه و.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …