کورپاڼه / خبرونه / ای سي سي د فساد له امله په دوه کرکټرانو ۸ کاله بندېز ولګاوه
عامر حیات او اشفاق احمد

ای سي سي د فساد له امله په دوه کرکټرانو ۸ کاله بندېز ولګاوه

د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د متحده عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلې په دوه لوبغاړو عامر حیات او اشفاق احمد باندې د فساد له امله اوږد بندېز ولګاوه.

د اي ایس پي این کریک انفو د راپور په وېنا، د متحده عربي اماراتو په دغه دواړو لوبډلو باندې د هر ډول کرکټ ۸ کلن بندېز ولګېد.

په راپور کې راغلي، د کرکټ نړیوالې شورا د فساد ضد ادارې له خوا د دواړو لوبغاړو جرمونه ثابت شو، چې وروسته بیا ای سي سي پرې ۸ کلن بندېز اعلان کړ.

د یادولو وړ ده چې د متحده عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلې دغه دوه لوبغاړي عامر حیات او اشفاق احمد د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کوالیفایر لوبو کې د فساد د تورونو له امله له هر ډول لوبو څخه منع شوي و.

په وروستیو دوه کلونو کې د متحده عربي اماراتو کرکټ لوبډلې درې نور لوبغاړي هم له بندېز سره مخ شوي دي، چې پکې محمد نوید، شیمان انور او قدیر احمد شامل دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …