کورپاڼه / بېلا بېل / اسټرالیایۍ ښځې نورو ښځو ته مشوره ورکړې، چې ودونه مه کوئ، وجې یې هم بیان کړي
نادیه بوکوډي

اسټرالیایۍ ښځې نورو ښځو ته مشوره ورکړې، چې ودونه مه کوئ، وجې یې هم بیان کړي

د کورنیو اړیکو یوې په اړه معلومات ورکوونکې یوې اسټرالیایۍ ښځې نورو ښځو ته مشوره ورکړې ده، چې ودونه دې نه کوي، هغې یې وجې داسې بیان کړي دي، چې په ټولنیزو رسنیو کې پرې سختې نیوکې هم شوي دي.

د ډېلي سټار د راپور په وېنا، د نادیه بوکوډي په نوم دغه اسټرالیایۍ ښځې ویلي دي، چې واده داسې جوړ شوی دی چې ګټه یې ښځو ته ډېره نه رسېږي، لکه څومره ډېره چې نارینه و ته رسېږي، نو ښځو ته پکار دي چې واده ونه کړي.

هغه زیاتوي، له واده وروسته ښځې د خپل کیریر تر څنګ د کور کارونه هم کوي، که نارینه هم ورسره مرسته وکړي، بیا هم زیات کار ښځې کوي. له هغه وروسته چې یې ماشومان پېدا شي نو د هغې ساتنه او پالنه هم د ښځې په غاړه وي، چې له دې امله د ښځو کریر هم اغېزمن کېږي. همدا وجه ده چې په څېړنو کې دا ثابته شوې ده چې واده شوي نارینه د ښځو په پرتله ډېره ګټه او اوږد عمر کوي، ځکه د هغوی ټولې پرېشانۍ د ښځو په سر وي.

نادیه همدا راز وايي، چې واده شوې ښځې په اصل کې هغه کارمندې دي، چې هېڅ معاش ورته نه ورکول کېږي، نو زما ښځو ته همدا مشوره ده چې له واده څخه دې تېرې شي.

د نادیه بوکوډي په دې مشورو باندې په ټولنیزو رسنیو کې یوې ډلې سختې نیوکې کړې دي، خو یوې بلې ډلې بیا د هغې ملاتړ هم کړی دی. ځینو خلکو ورته لیکلي دي، چې واده ګډ ژوند دی او لکه څنګه چې ښځه قربانۍ ورکوي، همداسې نارینه هم قربانۍ ورکوي.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …