کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نوین الحق ۲ او مجیب الرحمان ۱ ویکټ واخیسته
نوین الحق او مجیب الرحمان

نوین الحق ۲ او مجیب الرحمان ۱ ویکټ واخیسته

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې پرون نوین الحق ۲ ویکټې واخیستې چې لا هم په دغه لیګ کې تر ټولو مخکښ توپ اچونکی دی چې ۱۹ لوبغاړي یې سوځولي دي، همدا راز مجیب الرحمان بیا په پرونۍ لوبه کې ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو یوه لوبه د لیسټرشایر او ناټینګهم شایر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په دغه لوبه کې لیسټرشایر لومړی توپوهنه ترسره کړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۴ منډې وکړې، له ډلې یې هیري  سینډیلس ۳۶، ارون لیلي ۲۷ او بین مایک ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ناټینګهم شایر له خوا کالوین هریسون او لوک فلیچر ۳-۳ او جیک بال ۲ ویکټې واخیستې.

د ۱۵۵ منډو هدف د ناټینګهم شایر لوبډلې په ۱۷.۵ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۶ ویکټو په توپیر یې لوبه کې بریا خپله کړه. د دوی له خوا سمیت پټیل ۶۳ ناسوځېدلې او بین سلیټر ۴۸ منډې وکړې. د لیسټر شایر له خوا بیا نوین الحق او کالم پارکینسن ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. نوین الحق تر ټولو زیاتې ۱۹ ویکټې هم اخیستي دي.

بله لوبه بیا د میډلسیکس او سسیکس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې میډلسیکس لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۶ منډې وکړې، د دوی له ډلې سټیفن اسکینزي ۵۹ او میکس هولډین ۳۸ منډې وکړې. د سسیکس له خوا ټیمل میلس دوه، میلچ کلایډن، ډیویډ ویس، روي بوپاره، ویل بیر او ارچي لینهم ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۶۷ منډو هدف په تعقیب کې د سسیکس لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۳ منډې وکړې او د ۶۳ منډو په ستر توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه. د دوی له خوا ټریویس هیډ ۲۳ او هریسون وارډ ۲۲ منډې وکړې. د میډلسیکس له خوا بلیک کلین او ناتن سوټر ۳-۳، مجیب الرحمان، ټام هیلم او سټیوین فن ۱-۱ ویکټ واخیستې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …