کورپاڼه / روغتيا / هغه سړی چې ۵۵۵ ورځې پرته له (زړه) ژوندی و
سټین لارکن

هغه سړی چې ۵۵۵ ورځې پرته له (زړه) ژوندی و

ایا تاسې دا تصور کولای شئ چې یو کس دې پرته له زړه نه ژوندی پاتې شي؟ بالکل نا، خو د امریکا د مشیګن ایالت اوسېدونکی سټین لارکن بیا ۵۵۵ ورځې پرته له زړه نه ژوندی و او په دې ورځو کې هغه د خپلو ملګرو سره په بېلا بېلو لوبو کې هم برخه اخیستې وه.

سټین لارکن د ۲۵ کلونو په عمر کې د فامیئل کارډیومي پیتي په نوم ناروغۍ باندې اخته شوی دی. دا د زړه یوه داسې ناروغي دي، چې د ناروغ کس زړه هر وخت ناڅاپي بندېدی شي، او که تاسې هر څومره له روغتیا برخمن یئ، بیا مو هم ژوند له لاسه ورکوئ.

له هغه وروسته سټین لارکن ته د عملیاتو ضرورت و او هغه باید په پرلپسې ډول په روغتون کې پاتې شوی وای چې ډاکټرانو یې پوره پاملرنه کولای.

وروسته بیا د مشیګن پوهنتون ډاکټرانو د هغه شاته یو مصنوعي زړه ولګاوه، چې شاوخوا دوه کاله، یعنې ۵۵۵ ورځې د هغه سره و او بیا په ۲۰۱۶ کال کې د هغه د زړه عملیات وشو، چې نوموړی اوس هم ژوندی دی.

د یادولو وړ ده چې اوس مصنوعي زړونه داسې جوړ شوي دي چې په بازار کې خرڅلاو ته وړاندې کېږي او ویل کېږي چې په دې سره به د میلیونونو کسانو ژوند وژغورلی شي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …