کورپاڼه / بېلا بېل / د پلار سره د مینې په خاطر یې لوڼو د هغه وروستۍ خبرې په خپل بدن ولیکلې
لوڼه او پلار

د پلار سره د مینې په خاطر یې لوڼو د هغه وروستۍ خبرې په خپل بدن ولیکلې

د پلار سره مینه هېڅ حد نه لري او دا د امریکا د ارکنساس اوسېدونکو دوه خویندو هم ثابته کړه. په ټولنیزو رسنیو کې د خپرې شوې ویډیو د معلوماتو له مخې، د دې خویندو پلار د کورونا له امله مړ شوی و، خو له مړینې مخکې هغه یو څو کلمې په یو کاغذ لیکلې وې.

د اینا هارپ په نوم د انسټاګرام یو اکاونټ څه دا ویډیو خپره شوې ده او ویلي یې دي، چې د هغې پلار څو میاشتې مخکې د کورونا له امله مړ شو، خو د روغتون په بستره کې یې د لوڼو لپاره یو کوچنی خط پرېښی و، چې یوازې څو کلمې پرې لیکل شوې وې.

د پلار کلمې

هغه لیکلي و: ((دا ډېر ښه ژوند و.)) دواړه لوڼې د پلار له دغه پېغام نه ډېرې متاثرې شوې او د خپل پلار دغه وروستۍ کلمې یې په خپلو مټو باندې د ټاټو په مرسته ولیکلې.

د نجونو مټې

په ویډیو کې دغه نجلۍ وايي، چې د پلار د خندا نه پرته یې دا ژوند ډېر نیمګړی شان ښکاري، زه ډېره خوشحاله یم چې هغه زما پلار و او هغه به تل زما په یاد وي.

دا ویډیو چې څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده، ډېری خلکو پرې تبصرې کړې دي او د دواړو خویندو دا کار یې ستایلی دی.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …