کورپاڼه / د لوبو راپورونه / انګلستان د ۸ ویکټو په توپیر سریلانکا او ویسټ انډیز د ۲۱ منډو په توپیر سویلي افریقا ته ماتې ورکړې
سام کران او کرون پولارډ

انګلستان د ۸ ویکټو په توپیر سریلانکا او ویسټ انډیز د ۲۱ منډو په توپیر سویلي افریقا ته ماتې ورکړې

ویسټ انډیز په څلورمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې سویلي افریقا ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره یې لوبلړۍ په ۲-۲ سره برابر کړه، همدا راز انګلستان بیا د ۸ ویکټو په توپیر سریلانکا ته ماتې ورکړه او لوبلړۍ یې ترې وګټله.

د ویسټ انډیز او سویلي افریقا په لوبه کې لومړی سویلي افریقا پچه وګټله او ویسټ انډیز ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. ویسټ انډیز په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۷ منډې وکړې، چې له ډلې یې کیرون پولارډ ۵۱ ناسوځېدلې او لینډل سیمونس ۴۷ منډې وکړې. د سویلي افریقا له خوا تبریز شمسي او جارج لینډي ۲-۲ ویکټې واخیستې.

د ۱۶۸ منډو هدف په تعقیب کې د سویلي افریقا لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۶ منډې وکړې او د ۲۱ منډو په توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه. د سویلي افریقا له خوا کوانټین ډي کوک ۶۰ او ایدین مارکرم ۲۰ منډې وکړې. د ویسټ انډیز له خوا ډواین براوو ۴ او انډري رسل ۲ ویکټې واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه کیرون پولارډ ترلاسه کړه. د دې لړۍ وروستۍ یا پنځمه لوبه به د جولای په ۳مه نېټه په سینټ جارج کې ترسره شي.

بلخوا د انګلستان او سریلانکا ترمنځ دویمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه ترسره شوه، چې انګلستان پچه وګټله او سریلانکا ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. سریلانکا په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ ویکټو په توپیر ۲۴۱ منډې وکړې، چې له ډلې یې دنانجایا ډي سلوا ۹۱ او داسون شناکا ۴۷ منډې وکړې. د انګلستان له خوا سام کران ۵ او ډیویډ ویلي ۴ ویکټې واخیستې.

د ۲۴۲ منډو هدف د انګلستان لوبډلې په ۴۳ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۸ ویکټو په ستر توپیر یې په لوبه کې بریا خپله کړه او له دې سره یې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه. د دوی له خوا ایون مورګن ۷۵ ناسوځېدلې، جو روټ ۵۸ ناسوځېدلې او جېسن رای ۶۰ منډې وکړې. د سریلانکا له خوا ونیندو هسارنګا او چمیکا کرونارتنی ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه سام کران ته ورکړل شوه. د دې لړۍ وروستۍ یا دریمه نړیواله یو ورځنۍ لوبه به د د جولای په ۴مه نېټه په بریسټول کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …