کورپاڼه / هنر او کلتور / ((دا چې وايي ښځې له نارینه و څخه یو قدم شاته دي، نه يې منم، ښځې بل انسان ته ژوند ورکوي، خو نارینه یې نه شي))
زارا نور عباس

((دا چې وايي ښځې له نارینه و څخه یو قدم شاته دي، نه يې منم، ښځې بل انسان ته ژوند ورکوي، خو نارینه یې نه شي))

پاکستانۍ اداکاره زارا نور عباس وايي، چې هغه دا خبره بېخي نه مني، چې خلک وايي ښځې له نارینه و څخه یو قدم شاته دي، ښځې هر وخت شاته نه پاتې کېږي.

زارا نور عباس چې په انسټاګرام کې یې د مینه والو پوښتنو ته ځوابونه ورکول، په دې اړه ترې پوښتنه وشوه، چې ښځې په هره کچه له نارینه و څخه یو قدم شاته ساتل کېږي او د نارینه و برابرې نه وي.

هغې ورته په خپل ځواب کې ولیکل، چې زه دا خبره نه منم، ښځې تل شاته نه پاتې کېږي، خو د هغوی په انتخاب له هغوی نه بیا بیا پوښتنې کېږي، خو د کارپوریټ په نړۍ کې بیا دا پوښتنه د نارینه لپاره نه ده.

زارا نور عباس دا هم وویل چې ښځې او نارینه برابرې نه دي، بلکې د نارینه و خپل ځای او مقام دی او د ښځو خپل ځای او مقام، ښځې یو بل انسان ته ژوند ورکوي، خو نارینه بیا دا نه شي کولای.

نوموړې د خپلو مینه والو نورو ډېرو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړل، خو د هغې دا پوښتنه بیا په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېره لاس په لاس کېږي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …