کورپاڼه / جالب / په هند کې یو شخص ته نرښځی ور واده شوی

په هند کې یو شخص ته نرښځی ور واده شوی

په هند کې د واده له یو زلمي سره دوکه شوې، خسرګنې یې د انجلۍ په نوم نرښځی ور واده کړی او هغه پرې قضیه ثبت کړې.

د ډیلي پاکستان ګلوبل د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه پېښه د هند د اترپردیش ایالت د کان پور په ښار کې هغه وخت رامنځته شوه، کله چې زوم پخپله خسرګنۍ قضیه ثبت کړه.

زوم محکمې ته پخپله عریضه کې لیکلي ول چې خسرګنۍ یې ورسره چل او دوکه کړې او د انجلۍ په نوم یې نرښځی ور واده کړه. خو باید یاده کړم چې دغه واده د روان کال د اپریل په میاشت کې شوی و.

راپور زیاتوي چې له واده وروسته زلمي په دې پوه شو چې ناوې ورسره مباشرت نه شي کولی، چې دې کار به سخت ځوراوه، چې بیا دوی یو ګایناکالوجسټ ته مراجعه وکړه.

ډاکتر له معایناتو وروسته ورته وویل چې د ناوې د بدن ځانګړو غړو په بشپړ ډول وده نه ده کړې او هغه انجلۍ نه بلکې نرښځی دی. پولیسو د زوم په غوښتنه د هغه په میرمن او خسرګنۍ د دوکې ورکولو قضیه ثبت کړه.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …