کورپاڼه / روغتيا / آیا د اوبو له کمښت سره خو به نه وئ مخ؟ په دې ډول یې معلوم کړئ

آیا د اوبو له کمښت سره خو به نه وئ مخ؟ په دې ډول یې معلوم کړئ

د اوړي په موسم کې د ګرمۍ سختې څپې او د بریښنا د نه شتون په سبب بدن د اوبو له کمښت سره مخ کېږي، خو دې ستونزې ته پام نه کوي او له نورو ستونزو سره مو مخ کوي.

اوس د بریتانیې د روغتیا وزارت یو ډاکتر په څو دقیقو کې په بدن کې د اوبو د کمښت د معلومولو طریقه ښودلې. د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې د کرن راجن په نوم دې ډاکتر پر ټیک ټاک اکونټ ویلي دي.

که چېرته غواړئ چې پخپل بدن کې د اوبو د کمښت په اړه پوه شئ نو ددې لپاره یو شېبه یا لږ تر لږه د دریو ثانیو پوستکی کش شوی ونیسئ او بیا یې پرېږدئ.

ډاکتر راجن وایي:((که چېرته تر دریو ثانیو کې د پوستکي له کشولو وروسته بېرته پرېښودل شي او خپل اصلي حالت ته بېرته ور وګرځي او د هغې برخې رنګ هم تغیر ونه کړي نو مطلب یې دادی چې بدن مو د اوبو له کمښت سره نه دی مخ، خو که چېرته د پوستکي له پرېښودو وروسته اصلي حالت ته ستنېدل یې وخت وغواړي او رنګ یې هم تغیر وکړي نو د اوبو د کمښت نښه یې ګڼلی شو))

په ماشومانو کې د اوبو د کمښت معلومولو لپاره د مړوند پوستکی مه کشوئ او پرځای یې د خېټې پوستکی یو شېبه کش شوی ونیسئ، نو که چېرته د اوبو له کمښت سره مخ وئ نو د اوبو استعمال ډېر کړئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …