کورپاڼه / خپلواک / پاکستانى اداکار حمزه علي عباسي: په کم عمرۍ کې مرتد شوى وم
حمزه علي عباسي

پاکستانى اداکار حمزه علي عباسي: په کم عمرۍ کې مرتد شوى وم

خپلواک وېبپاڼه (١٥ نومبر ٢٠١٩): د پاکستاني سريالونو او فلمونو نامتو اداکار حمزه علي عباسي وايي، چې کله د ١٤ يا ١٥ کالو و، نو د خداى پاک او کاينات په اړه به يې ډېرى پوښتنې ذهن ته راتللې او کله چې به يې له مذهبي ملايانو څخه د دغه پوښتنو په اړه پوښتنې کولې، نو هغوى به ورته قانع کوونکى ځواب نه شو ورکولى.

هغه وايي، هغه وخت به يې دا پوښتنې په ذهن کې ګرځېدې، چې ايا خداى شته؟ کاينات چا جوړ کړى؟ له مرګ وروسته بل ژوند شته؟ او داسې نورې پوښتنې، خو کله چې يې د دې پوښتنو قانع کوونکي ځوابونه ترلاسه نه کړل، نو په کم عمرۍ کې مرتد شو.

حمزه علي عباسي يوه ويډيو خپره کړې ده، چې وايي دا يې د ژوند تر ټولو لويه پرېکړه ده، نو ځکه غواړي چې له خپلو مينه والو سره يې شريکه کړي.

هغه وايي، تر ډېر وخته پورې مرتد پاتې شوى دى او په اسلام يې هېڅ باور نه درلوده. خو کله چې امريکا ته لاړ نو هلته يې ساينس کې مطالعه وکړه او له هغه وروسته يې بيا ټول دينونه مطالعه کړل او بيا يې چې کله اسلام مطالعه کړ، نو خداى يې پېدا کړ.

هغه وايي، وروسته په دې پوه شو چې دا ژوند ختمېدونکى دى، د هر چا په ژوند کې يوه پېښه رامنځته کېږي، چې هغې ته مرګ وايي. هغه وايي هېڅوک په دې اړه فکر نه کوي او نه هم پرې خبرې کوي، خو په وينا يې چې زموږ د ژوند تر ټولو ستر حقيقت مرګ دى. ځکه ټول انسانان به د مرګ خوند څکي.

حمزه علي عباسي ١
حمزه علي عباسي او د هغه مېرمن

حمزه علي عباسي وايي، چې له مرګ وروسته د قيامت ورځ راځي او موږ ټول به د خداى پاک مخې ته ورځو. هغه وايي چې د خداى پاک شکر ادا کوم چې زه يې په دې پوه کړم چې له مرګ وروسته يو بل ژوند پيلېدونکى دى.

هغه وايي، کله چې په دې هر څه پوه شوم نو له هغه وروسته مې فکر وکړ چې ايا څنګه ژوند تېر کړم؟ د ژوند هدف څه پکار دى؟ له هغه وروسته مې د خپل ژوند په اړه يو ځل بيا فکر پيل کړ.

هغه وايي چې هر انسان مري، که انسان هر څه وکړي نو مري، داسې خلک هم په نړۍ کې تېر شوي دي چې نيمايي نړۍ يې فتح کړې، خو بيا هم مړه شوي دي، داسې خلک چې ټولې نړۍ پېژندل، هغوى هم مړه شول، هغه وايي چې هر انسان چې هر څومره څه وکړي نو مړ کېږي او د نړۍ خلک يې وروسته هېروي.

هغه همدا راز وايي، چې له ډېر فکر وروسته په دې ورسېده، چې بايد د خداى پاک د خوشحالولو لپاره د انسانيت خدمت وکړي او له دې وروسته غواړي چې د اسلام سره سم ژوند تېر کړي او د اسلام د دعوت په برخه کې کار وکړي.

حمزه علي عباسي ٢
د حمزه علي عباسي وروستى سريال چې اوس هم په ټلويزيون خپرېږي

هغه همدا راز وايي، چې اداکاري او فلمونه له دې امله نه پرېږدي چې په اسلام کې حرام دي، ځکه په اسلام کې فلمونه او انځورونه حرام نه دي، بلکې په اصل کې غلط کار په اسلام کې حرام دى. هغه وايي چې دا هر څه له دې امله نه پرېږدي چې حرام دي، بلکې له دې امله يې پرېږدي چې غواړي نور خپل ټول ژوند کې د خداى پاک په اړه خبرې وکړي او نور نه غواړي چې د سريالونو او فلمونو په اړه خبرې وکړي.

هغه وايي، چې زموږ خلکو له اسلام نه کلتور جوړ کړى دى، لکه دا چې د ملحد مرګ قتل دى او ښځې بايد په کورونو کې او يا هم په برقعو کې بندې وساتل شي. هغه وايي غواړي په دې اړه کار وکړي او خلک اصلاح کړي.

هغه وايي، چې په راتلونکي کې به سريالونه او فلمونه هم د دې لپاره جوړوي، چې په هغې کې د اسلام په اړه خبرې وکړي او خلکو ته په دغه لاره اسلام او اسلامي زده کړې ورسوي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …