کورپاڼه / روغتيا / که هره ورځ دوه دانې مڼې وخورئ، نو د زړه او شریانونو له ناروغیو به خوندي پاتې شئ

که هره ورځ دوه دانې مڼې وخورئ، نو د زړه او شریانونو له ناروغیو به خوندي پاتې شئ

یوه مشهوره مقوله ده چې د ورځې یوه مڼه وخورئ، نو ډاکتر به د تلو اړتیا حس نه کړئ، خو که چېرته دوه وخوړل شي نو ګټه به یې نوره هم ډېره شي.

د بریتانیې د ریډنګ پوهنتون د یوې څېړنې له مخې د څلویښتو کسانو ډیټا یې وڅېړله، دا ترې معلومه شوه چې د ورځې دوه دانې مڼې خوړل د خرابو کلیسترول په کچه کې څلور سلنه کمښت راولي او په خرابو کلیسترولو کې دومره کمښت د زړه د حملې او فلج په څېر د خطرناکو ناروغیو په مخنیوي کې مرستندویه تمامېږي.

څېړونکې وایي چې مڼه په ډېره اندازه فایبر لري او همدغه فایبر د کلیسترول کچه کموي. د څېړنې له مخې دا هم معلومه شوه هغه کسان چې مڼې خوري تر ډېره صحت مند او شریانونه یې آرامه وي او دغه راز په ورځني ډول دوه مڼې خوړل صحت مند کلیسترول نه اغېزمنوي.

څېړونکې وایي چې په دې سره د شریانونو اړوند ناروغۍ هم کمښت مومي، خو باید ووایم چې مڼې خوراک د نارینه وو په پرتله ښځو ته ډېر ګټور وي. په ۲۰۱۶ کال د یوې څېړنې له مخې هم ویل شوي ول چې هره ورځ یوه کېله او مڼه خوړل د شریانونو د ناروغیو خطر کموي.

څېړونکې لارښوونه کوي چې په ورځني ډول د تازه مېوو د خوراک عادت خپل کړئ، ځکه هغه کسان چې د تازه مېوو د خوراک عادت لري په هغوی کې د زړه او فلج د ناروغیو خطر تر ډېره کم وي او مجموعي روغتیا یې ښه وي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …